کابینې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان تصویب کړ

کابینې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان تصویب کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه پرون ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني وروستي  وحشیانه په ځانګړي ډول د کابل په شپږمه ناحیه او د هیواد په نورو سیمو کې تروریستي بریدونه په سختو ټکو وغندل، شهیدانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او وارثانو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

دغه راز د هیواد جمهوررئیس تروریزم سره د مبارزې او تروریستانو د ځالو د لمنځه وړلو په برخه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو عملیاتو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا د جمهوري نظام پر ساتنې او په ټاکلي وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ او د ولسواکۍ له لارو چارو څخه په استفادې یې د ټاکنو له طریقه د خلکو پر مټ د دولت د رهبرانو د کار دوام یا تغییر ته اشاره وکړه.

هغه د کابینې له غړو او ټولو دولتي مقاماتو وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې مداخله ونه کړي او دغه مورد دې خپلو کارکوونکو ته هم واضح کړي چې په ټاکنیز بهیر کې به د مداخلې په صورت کې له متخلفینو سره قانوني چلند وشي.

جمهوررئیس د ۱۳۹۸ مالي کال د وسط بودجې د ترتیب او نهایي کولو په خاطر د مالیې وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د هڅو او د وسط بودجې د تصویب په خاطر د ملي شورا د رهبرۍ او د دغې شورا د دواړو مجلسونو له غړو مننه وکړه.

په همدې ترتیب جمهوررئیس غني د ملي ژبو د ۹ قاموسونو د چاپ او تالیف په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو نه ستړي کېدونکي زحموتونه وستایل او په اساسي قانون کې یې د ذکر شویو ژبو پر انکشاف او د فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې اړه یې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس په شانداره مراسمو د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې د نمانځلو لپاره د اړوندو مراجعو له تیاري مننه وکړه او د لوی اختر د رارسېدو له امله یې د کابینې محترمو غړو او د افغانستان ملت ته مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له دربار څخه یې د امن په فضا کې د اختر ورځو د تېرېدو دعا وکړه.

د اجنډا پر اساس، د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست مقام ستر سلاکار پوهنیار فرید احمد مومند د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي، کموالي او مدیریت په موخه د عمل پلان د ترتیب له امله د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار پوهنیار فرید احمد مومند، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي او د هغه د همکارانو او اړوندو ادارو د زیار مننه وکړه؛ یاد پلان یې تصویب او وزارتونه او دولتي ادارې یې مؤظفې کړې، تر څو د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او یادو شویو بنسټونو په همکارۍ د دې پلان د تطبیق اقدام وکړي.

همداراز د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار ته دنده وسپارل شوه تر څو د ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او د چاپیریال ساتنې ادارې په همکارۍ د عامه پوهاوي پلان ترتیب او د ښاروالیو او د کلیو پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لارې دغه پوهاوی تر خلکو ورسوي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې، جاپان ته د مس عینک په ساحه کې د دیوالي نقاشۍ دوه قلمه آثارو د لېږد، ترمیم او د یادو آثارو د وقایې په اړه د توکیو د هنر پوهنتون غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه او تائید شوه.

وروسته، د اوبو او انرژۍ وزارت معین، د کونړ ولایت ماڼوګي برېښنایي پروژه کې د شخصي املاکو (ځمکې او کورونو) د زیان جبران او د ځمکو استملاک د مالي وجوه د منظورۍ وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ او تصویب شو.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین غونډې ته پنځه مورده بین المللي معاهدات وړاندې کړل چې تائید شول.