جمهوررئیس غني: د فراه د امنیت ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی

جمهوررئیس غني: د فراه د امنیت ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په فراه ولایت کې سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو بهیر د ارزونې په موخه، نن سهار دغه ولایت ته ورسېد او د فراه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو یې تود هرکلی وکړ.

وروسته، جمهوررئیس د فراه ولایتي شورا له غړو سره وکتل چې په دغه کتنه کې الحاج الله داد قانع د نورو په استازولۍ خبرې وکړې. هغه د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ ترڅنګ، امنیت ته د پاملرنې، د اوبو د مدیریت، د بخش آباد بند د جوړولو بهیر د چټکتیا، د ابونصر فراهي سړک د جوړولو، د کرنیزو محصولاتو د وارداتو، د شنو خونو د جوړولو او د وروستیو سېلابونو له امله ځپل شویو کورنیو ته د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو پر مهال د فراه ولایتي شورا غړو د شهادت له امله دوی ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، حکومت د اوبو د مدیریت لپاره پیاوړې اراده لري او د بخش آباد بند د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. هغه زیاته کړه، فراه د کرنې په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د فراه کرنیز محصولات لکه انار به نړېوالو بازارونو ته صادر شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د فراه ولایت د امنیت تامینول د حکومت لومړیتوب دی او په دې اړه جدي تمرکز کېږي، دغه راز په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د شته قواو په واسطه د اعظمي استفادې په خاطر ارزونې روانې دي. هغه زیاته کړه د فراه برېښنا به د ترکمنستان د وارداتي برېښتا په مټ تامین شي.

همداراز، جمهوررئیس د کرنې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، هغه شنې خونې چې د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوې دي، بیا ورغاول شي او له سېلابونو څخه د مخینوي په موخه دې د اوبو قوي کانالونه جوړ شي.