جمهوررئیس غني د پولیسو خاصو ځواکونو ته: هر څوک چې د دولت او قانون په ضد وسله پورته کوي، وې ځپئ

جمهوررئیس غني د پولیسو خاصو ځواکونو ته: هر څوک چې د دولت او قانون په ضد وسله پورته کوي، وې ځپئ

۱۳۹۶ کال د وري ۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د ” ملي پولیسو د خاصو قطعاتو عمومي قوماندانۍ” مقر ته ورغی او د دغې قوماندانۍ له لوړ رتبه منسوبینو، افسرانو او سرتېرو سره یې وکتل.

 د هېواد جمهوررئیس لومړی د یادې قوماندانۍ تجهیزات او امکانات وکتل او ورپسې یې په هغه ناسته کې ګډون وکړ چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندانۍ مشرتابه پلاوي په کې حضور درلود.

په دغه ناسته کې د ملي پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندان سیدمحمد روشندل جمهوررئیس ته د خاصو قطعاتو د وضعیت، فعالیتونو او ننګونو په اړه راپور ورکړ. هغه وویل دغه قطعات د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعال حضور لري چې دا مهال په لسو ولایتونو کې په عملیاتو او او د دښمن په ځپلو بوخت دي.

روشندل زیاته کړه، د درې نویو قطعو جوړول پیل شوي دي، چې د ۱۳۹۸کال تر وروستیو به بشپړ شي چې دغه قطعات به په هرات، کندز او ننګرهار ولایتونو کې میشت شي.

هغه ولایتونو ته د سرتېرو، ټپیانو او شهیدانو د انتقال لپاره د یو بودجوي واحد جوړولو، د ظرفیت لوړولو، د وسلو د ترمیم او هغو تجهزاتو ته لاسرسی چې ماینونه خنثا کوي، د مرکز او ولایتونو په کچه د تاسیساتو جوړولو، د دغې قطعې د ټپیانو د درملنې په خاطر له یو روغتون سره قراراداد، د معاشاتو زیاتولو، د تاکتیکي تمریناتو لپاره د ساحو رامنځته کولو، د افسرانو لپاره د کورسونو جوړولو او د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې په هکله جمهوررئیس ته ځانګړي وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د خاصو ځواکونو له زړورتیا او اتلولۍ مننه وکړه، وې ویل چې له تروریستانو سره په مبارزه کې هیڅ ابهام نشته او هر څوک چې د دولت او قانون په ضد وسله پورته کړي، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا به وځپل شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د پولیسو له خاصو قطعاتو څخه د استفادې طرزالعمل دي رعایت شي او د مکافاتو تر څنګ دې مجازات هم په پام کې ونیول شي. هغه وویل، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې به د دغو قطعاتو عادي وسلې تامین شي.

هغه د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د مرستې په موخه بیړنۍ ارزونه وکړي او ټینګار یې وکړ هر هغه مقرره دې اصلاح شي چې د مرستو رسولو بهیر اوږدوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني ټپیانو ته پر رسیدګۍ ټینګار وکړ وې ویل، د ټپیانو د درملنې په خاطر ارزونې پيلوو، تر څو په وخت سره په یو بین‌المللي روغتون کې د ټپیانو درملنه وشي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د خاصو قطعاتو لپاره دې د افسرۍ کورسونو ځانګړې منظمه بودجه په پام کې ونیول شي او د هوايي ځواک په هکله یې د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې یو منظم جدول ترتیب کړي، تر څو په دغه برخه کې د پولیسو د خاصو قطعاتو اړتیاوې پوره شي.

جمهوررئیس د پولیسو د خاصو قطعاتو د سرتېرو د تلفاتو په کمښت ټینګار وکړ وې ویل، د دغو قطعاتو جګړه‌ییز تجهیزات باید زیات شي. هغه د دغو قطعاتو د تاسیساتو په اړه وویل، له بین‌المللي همکارانو سره د دایمي تاسیساتو د جوړولو په سر بحث روان دی.

جمهوررئیس د خاصو قطعاتو د معاشونو د زیاتوالي په اړه د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دغه برخه کې هر اړخیزې ارزونې پيل کړي. هغه وویل، د افسرانو ذاتي قانون تعدیلېږي، تر څو هغه ساتمنان او بریدملان چې ښه جګړیزې تجربې لري ترفیع وکړي او له هغوی څخه دې د قطعاتو په مدیریتي برخو کې کار واخیستل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، خصوصي سکتور د ورکشاپ جوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی چې په اوږد مهال کې به دغه ورکشاپونه په پښو ودرېږي. هغه وویل، د عملیاتو د چټکتیا په موخه څارنوالۍ د پولیسو له خاصو قطعاتو سره همکاري کوي.

ورپسې جمهوررئیس هغو مراسمو ته ورغی چې د پولیسو د خاصو قطعاتو سلګونو سرتیرو او افسرانو په کې حضور درلود.

په دغه مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد په خپله وینا کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس د همیشنۍ پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه. هغه جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې له وطن او خلکو څخه د دفاع  په لار کې خدمت ته چمتو دي.

جمهوررئیس غني د پولیسو د خاصو قطعاتو له سرتېرو څخه  د دښمن په ځپلو کې د اتلولیو له ښوولو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې وویل: ستاسو اتلولي د دې لامل شوې ده چې “خاص” واوسئ او دا ستاسو اتلولي ده چې د دښمن په زړه کې مو ویره پيدا کړې ده او هیڅکله خپلو شومو موخو ته نشي رسیدلی.

 په پای کې د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي هم حضور درلود د دغې قوماندانۍ په مقر کې د خاصو قطعاتو د شهیدانو د یادڅلی د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو شهیدانو روح ته یې د خدای (ج) په دربار کې دعا وکړه.