د حضرت سرور کاینات (ص) د مبارک میلاد د نمانځنې مراسمو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

د حضرت سرور کاینات (ص) د مبارک میلاد د نمانځنې مراسمو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

علمای کرام، استادان گرامی، جناب داکتر صاحب محب، اعضای کابینه، اطفال یتیم که در این روز که از پیشوای بشریت یاد می کنیم موجودیت شان و توجه به آنها ضرور است، منسوبین دارالایتام افغانستان که تشریف دارند و روزانه به این‌ها  رسیده گی می کنند،  السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

تر هر څه اول د حضرت سرور کاینات، محمد رسول الله ، د بختور میلاد د رارسېدو په مناسبت تاسې ته، ټول ملت ته او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم.

د رسول الله مبارک بعثت په داسې زمانه کې و چې جنګ، جهل، نفاق او بې رحمي د خلکو ژوند ډېر تریخ کړی او خلک د ظالمانو او جاهلانو له لاسه تباه او برباد وو. د هغه وخت د حجاز ټولنه د خصومتونو ښکار وه او خلکو د یو بل د منلو او له یو بل سره د ګوزارې کولو وړتیا نلرله.

 د نفاق او شقاق اورونه بل وو. بې رحمي او خونریزي شرم نه، بلکې فخر ګڼل کېدل او د جهالت تورې تیارې خپرې وې.

 الله تعالی د تاریخ په دغسې تورو شپو کې خپل پیغمبر راواستاوه چې د محبت او رحمت مشالونه روښانه کړي او خلکو ته د اخوت پیغام ورسوي. هغه مبارکراغی چې د خیر او نېکمرغي لپاره ګامونه او فکرونه سره شریک شي.  هغه راغی چې خلک یو بل ته لاسونه سره ورکړي او زړونه سره نژدې شي.

 با بعثت حضرت رسول اکرم (ص) و به برکت تعالیم او، نه تنها دو قبیلۀ عرب، بلکه عرب های شمال و جنوب و مردمان غرب و شرق شبه جزیره و در مراحل بعدی ،عرب و عجم، سیاه و سفید، فقیر و غنی، در زیر یک چتر قرار گرفتند، چتر محبت و همدلی، یکرنگی و برادری،  صمیمیت و یکپارچگی.

 برچیده شدن بساط شقاق و چند دستگی و پهن‌شدن بستر اخوت و هم‌بستگی سبب گردید تا نیرو و توان آنان صرف آبادی، خیرخواهی،  خدمت به علم و اخلاق و کمک به فرهنگ و تمدن گردد.

 اگر پیامبر اکرم ما ناگزیر گردید تا در روزهای سخت و دشوار دست به اسلحه ببرد و در برابر نیروهای مهاجم و معاند با شهامت و صلابت بجنگد، اما  همۀ ما می دانیم که جنگ و جدال هیچ‌گاه  هدف نهایی او نبود و هیچ تمایلی به تداوم دشمنی و خصومت نداشت.

  بلکه برعکس در هر فرصت، چه در وقت صلح حُدیبیه، چه در وقت فتح مکه، چه در سال موسوم به عامُ الوُفُود، همواره تلاش خود را معطوف به جلوگیری از خونریزی بیشتر و عداوت افزونتر کرده بود، حتی در مقابل سرسخت ترین دشمنانش. آن‌حضرت (ص) می‌دانست که رسالت بزرگ او که همانا گسترانیدن صلح و امنیت بر جامعه، تحقق فضایل اخلاق در میان مردم و شکوفایی علم و مدنیت در زندگی بود، با ادامۀ جنگ و خونریزی میسر نیست، بلکه با فراهم‌آوردن  زندگی آرام و مسالمت‌آمیز برای همگان و از میان رفتن نزاع ها و خصومت ها امکان‌پذیر می‌شود.

 این همان درسی بود که مسلمانان از پیامبر گرامی خود آموختند و با توجه به سیرت طیبۀ آن‌حضرت (ص) کوشش کردند که دین مبین اسلام، دین علم و مدنیت باشد و پیام اسلام، پیام صلح و مسالمت.

 پیشرفت‌های چشم‌گیری که مسلمانان در تاریخ خود در عرصه های علم و فرهنگ داشتند و خدماتی که تمدن اسلامی برای بشریت عرضه داشت، همه در پرتوِ صلح و ثبات به تحقق رسید، نه در سایه‌ی تاریک و سیاه جنگ و دشمنی.

قدرمنو وطنوالو،

موږ په خپله ټولنه کې تر بل هر وخت زیات، دې ته اړتیا لرو چې د خپل ګران پیغمبر سیرت ته متوجه واوسو او د خپل ژوند د سمون او بهتري لپاره د هغه مبارک له سیرت څخه زده کړه وکړو.  ما یو کال کامل سیرت نبوي وویلې او داسې ورځ نشته چې سختې موضوع د تصمیم سره مخ اوسم او بیا قرانکریم او نبوي سیرت ته مراجعه ونه کړم. موږ باید په خپله ټولنه کې د سولې او اخوت کلتور پیاوړی کړو او د خشونت، خصومت او نفرت له مصیبت سره مقابله خپله اساسي وظیفه وبولو. دا زموږ ملي، اسلامي او انساني وظیفه ده چې خپلو ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته د داسې ژوند زمینه برابره کړو چې جنګ او نفرت پکې نه وي. پکار ده چې په خپلو ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې دا سوال را اوچت کړو چې د انساني ژوند په بهتري کې زموږ ونډه څومره ده؟ موږ په جهان کې د علم او معرفت په تولید کې کومه برخه لرو؟ موږ د خپل وطن د ابادي او د خپلو خلکو د اسوده ګي لپاره څومره هڅې کړې دي؟ او د ګران وطن د ترقي لپاره څه راته پکار دي؟

 موږ باید له داسې پوښتنو وېره ونکړو او له حقایقو سره د مخامخ کېدو جرئت ولرو، ځکه زموږ پیغمبر د علم او پوهې پیغمبر و. هغه مبارک چې د الله تعالی له لوري اولین پیغام تر لاسه کړ، هغه د لوستلو پیغام و. دا قرآن عظیم الشان دی چې په قلم او هغه څه چې لیکل ورباندې کیږي، سوګند پکې شوی دی. دا زموږ پیغمبر و چې له زانګو تر ګوره یې د علم د حصول حکم وکړ او دا زموږ پیغمبر و چې د علم او پوهې حاصلول یې له ډېرو سترو عبادتونو څخه وبلل او د عالم خوب یې د جاهل تر عبادت بهتره وباله.

علمای کرام!

 اگر امروز در کشورعزیز ما جنگ و نزاع هنوز جریان دارد و خشونت و ناامنی از مردم ما قربانی می گیرد و اگر زنان و کودکان این جامعه با انواع ترس ها و نگرانی ها روبه‌رو هستند و اگر در برابر پیشرفت و ترقی جامعه ما هنوز موانع فراوانی وجود دارد، اینهمه نشانه‌ی آن است که ما درس های لازم و اساسی را از سیرت پیامبر اکرم خود فرا نگرفته ایم و تعهد خود را به تعالیم حیات‌بخش او بجا نکرده ایم. ما باید نحوه‌ی آموزش  خود را مورد بازنگری قرار دهیم. آموزشی که نتواند سبب فلاح جامعه شود و نتواند به خوشبختی مردم کمک کند و نتواند به تفرقه‌ها و دشمنی‌ها پایان بدهد و نتواند درهای امید، درهای تحرک، درهای فعالیت و درهای موفقیت را به روی جامعه بگشاید، آموزشی شکست خورده است. چنین آموزشی با سیره نبوی و با میراث عظیم او هم‌خوانی ندارد. ما باید میثاق خود را با میراث پیامبر بزرگ خود محکم و تعهد خود را به راه او استوار و تلاش خود را برای رسیدن به جامعه‌ای با ثبات و رو به ترقی چند برابر کنیم.

زه غواړم چې په دې بختور محفل کې دا هم ووایم چې:

اول ـ له دې وروسته دې په ټولو ولایتونو کې د علماوو د شورا ریسان په ولایتي اداري جلسه کې عضویت ولري.

دویم – د حج  فریضې د ادا کولو لپاره دې د جوماتونو د ملا امامانو او خطیبانو سهم مشخص او زیات شي.

درېیم ـ له دې وروسته به د حاجي صاحبانو د لارښوونې معلمان د جوماتونو د ملا امامانو له مینځه انتخابېږي او دا وظیفه به د دوی وي.

څلورم ـ د ولایتونو حج او قاف ریاستونه دې د ولایتي ادارې په همکارۍ د جوماتونو ملا امامانو او علما کرامو ته د کمپیوټر د ضروري پروګرامونو د زده کړې صنفونه دایر کړي، ترڅو علما وکولای شي، د دنیا له حال احوال او پرمختګونو نه چې دوی په خپله غوښتنه کړې وه په وخت خبر شي.

زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان

تل دې وي افغانستان

گرامی باد سیرت نبوی و خداوند توفیق بدهد هر مسلمان و هر افغان را که این سیرت را از قلب درک کند، به زبان جاری بسازد و در عمل پیاده کند.

خیراوسئ!