د کابینې غونډې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالیسي تصویب کړه

د کابینې غونډې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالیسي تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د سرتېرو د ذاتي چارو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د کابینې غونډې د یاد قانون طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست په همکارۍ د یاد قانون طرحه د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق تصحیح او پړاوونه یې بشپړ کړي.

ورپسې د شهیدانو او مفقودینو د ورثې  د حقونو او امتیازاتو قانون  په ځینو مادو کې د تعدیل او زیاتولو طرحه او د معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون ځینو مادو کې زیاتوالی د عدلیې وزیر غونډې ته وړاندې کړ.

د کابینې غونډې عدلیې او مالیې وزارتونه او د معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو د ورثې د ملاتړ ملي اداره د ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر نظر لاندې موظف کړل چې پر یادو طرحو د ادارو ادغام او د هغو مالي بار ته په پام له سره غور او کتنه وکړي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د عدلیې وزیر غوښتنه وکړه چې د ماشوم د حقونو د ملاتړ قانون او د افغانستان داسلامي جمهوریت د نښانونو، مډالونو او افتخاري القابو قانون چې له ډېر وخت راهیسې تراوسه د هیواد پارلمان نه دی تصویب کړی، مطالعه کړي او په یادو طرحو کې باید یو لړ بدلونونه راشي او له بدلونونو وروسته یې پړاوونه بشپړ شي.

د کابینې غونډې د عدلیې وزارت غوښتنه تائید کړه، پارلماني چارو کې د دولت وزارت یې موظف کړ چې ملي شورا څخه دیادو طرحو د مطالبې په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

وروسته د عدلیې وزارت د پالیسي معین د بیړني حالت لپاره احتیاطي پیسو د مدیریت او استفادې لایحه غونډې ته وړاندې کړه چې د کابینې غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده لایحه په پرنسیپ کې تائید کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده لایحه د کابینې د غړو نظریاتو ته په پام د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تر نظر لاندې تصحیح او نهایي کړي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې رئیس د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالیسي غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دا طرحه ښځو ته د ممکنه اسانتیاو د برابرولو، د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو او ملکي خدمتونو کې د هغوی د زیاتې ونډې د هڅونې لپاره برابره شوې ده.

د کابینې غونډې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د رول زیاتوالي ارزښت ته په کتو د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالیسي تصویب کړه، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړې چې د یادې پالیسي د تطبیق په موخه د عمل پلانونه او مشخص پروګرامونه ترتیب او عملي کړي.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ښاروالۍ د ټرانسپورټ معین د کابل – لوګر سرک په سیمه کې د ځمکې د بیو د منظورۍ غوښتنه او د هغې بدیل سیمه او د دشت برچي عرفاني اتصالي سرک او د هغه بدیله ساحه غونډې ته وړاندې کړه چې د کابینې غونډې تصویب کړه.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې د ساختماني مواد لرونکو ساحو راپور غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، د دې وزارت متخصصینو په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷  د ساختکاني موادو او د پانګونې پوتنسیل ظرفیت لرونکې ساحې سروې کړي او غوښتنه یې وکړه چې یاده طرحه دې تصویب شي، تر څو د هغې مطابق دا وزارت د کانونو لپاره په لوړه  پیمانه داوطلبي او د کانونو لپاره د جواز ورکړې بهیر په واړه مقایس پیل کړي.  

د کابینې غونډې د کانونو او پترولیم وزارت راپور او غوښتنه په پرنسیب کې تائید کړه او هغه وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د هیواد د طبیعې پانګې (غرونو او سیندونو) خوندیتوب معیارتونو ترتیب ، ښاروالیو سره انسجام، پر کیفیت تمرکز او ټکنالوژۍ څخه په استفادې،  ته په کتو ورباندې غوروکړي او د پایلې په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته راپور ورکړي.  

په همدې ترتیب د هایدرو کلور او فلورو کاربنونو د وسایلو د وارداتو او تولید د منع او په افغانستان کې د بدیلو وسایلو او تکنالوژۍ د ترویج پالیسي د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس غونډې ته وړاندې کړه او د کابینې غونډې له بحث او غور وروسته یاده پالیسي په اصولو کې تصویب کړه، د چاپیریال ساتنې اداره یې موظفه کړه چې عدلیې وزارت سره په همکارۍ د اصطلاحاتو او حقوقي شکلونو له پلوه تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د ټرانسپورت وزیر د ۲۱۲۴ متر مربع موازي ځمکې استملاک د هغو اشخاصو ملکیت چې ځمکې یې د بلخ ولسوالۍ چوک څلور سرکه کې قرار لري، د اقتصاد وزیر د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار دویمه ناحیه کې د ۲۰۰۰ متر مربع ځمکې موازي استملاک د هغه ولایت د اقتصاد ریاست د ودانۍ جوړولو په موخه، د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس د کندهار ښار د اولې ناحیې سرک مسیر کې د ۱۳ حویلیو د ملکیت استملاک، د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو معین د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ کې د بنګاله سربند جوړولو پروژې لاندې د ۱۷، ۳۹ جریبه ځمکې موازي استملاک او د پروان ولایت جبل السراج سرخ پشتې څخه د نغلو ابي برېښنا دستګاه پورې  د ۱۱۰ او ۲۲۰ کیلو ولټه لین غځولو پروژې مسیر د ځمکې د استملاک او خسارې د جبران د مالي وجوه د منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې او کابینې تصویب کړه. 

وروسته په کابل ښار کې انګلستان سفارت، اروپایي جامعې او اسیا پراختیایي بانک ته د ځمکې د ورکړې د څرنګوالي راپور د ښار جوړولو او ځمکو وزیر غونډې ته وړاندې کړ.

د ښارجوړولو او ځمکو وزیر د پورته یادې شوې هرې ځمکې په اړه غونډې ته مشخص وړاندیزونه وکړل چې د کابینې غونډې د خسارې د جبران موضوع په استثنا د یاد وزارت ټول وړاندیزونه تائید کړل.

د غونډې په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په سرپل، پکتیا، کابل، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې د ښوونځیو جوړولو، جوزجان، کې د معتادینو د کمپلکس، خوست کې د ښوونکو د ښارګوټي، بامیان کې د دولتي ودانیو، ننګرهار کې  کډوالو لپاره د مسکن جوړولو، سرپل کې د استوګنې نمرو د وېش، دایکنډي کې د سولري برېښنا سټېشنونو جوړولو ، پروان کې د ټرانسپورټي ترمینل، لغمان کې د دولتي پوهنتون، فراه کې د سړې خونې جوړولو، کابل کې د رباتیک انسټيټیوټ او سمنګان کې د استوګنې ښارګوټي جوړولو لپاره د ۱۶ مورده دولتي ځمکې د انتقال وړاندیز غونډې ته وکړ.

د کابینې غونډې د ځمکو د لېږد د وړاندیز ۱۳ مورده د تائید ترڅنګ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته دنده وسپارله چې د خوست ولایت اسماعیل خېلو ولسوالۍ سموات کلي کې د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې د موازي انتقال موضوع  او د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ قاسم اباد خانکي کې د ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال تعقیب کړي، همدارنګه د کابل پوهنتون ساحه کې د روباتیک انسټیټیوټ جوړولو په موخه ۶ جریبه موازي ځمکه د تفاهم له مخې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اختیار کې ورکړي.#