د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا نن مازیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې غونده وکړه.

په پیل کې د فراه، غزني، فاریاب، بدخشان، بغلان، کندز، بادغیس او سرپل ولایتونو عمومي وضعیت وارزول شو او په دغو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د دښمن د تهدیداتو د دفع کولو په خاطر لازم هدایات صادر شول.

ورپسې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د اوربند پر مهال د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو په ضد د اجرااتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

 ملي امنیت شورا د اوربند د دورې پر مدیریت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د اوربند پر مهال د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی ولري.

په پای کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وشوه چې هغه منسوبین او سرتېري دې تقدیر او وستایل شي چې  په کابل ښار کې یې د دوه تنو انتحاریانو په نیولو کې رول لوبولی دی.