جمهور رئیس غني د ټاپي پروژې د کار اختتامیه مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ولاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ترکمنستان ماري سلیم چشمه سیمه کې د ټاپي پروژې اختتامیه مراسمو کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شو.
د هېواد جمهور رئیس به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه سربېره د ټاپي پروژې د کار اختتامیه مراسمو کې چې د ترکمنستان جمهور رئیس، د پاکستان لومړی وزیر او په بهرنیو چاروکې د هند د دولت وزیر هم حضور لري، وینا به وکړي.
جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د جمهوري ریاست سلاکاران ښاغلی اجمل احمدي او فضل محمود فضلي، د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب، د انرژۍ او اوبو وزارت معین محمدګل خلمي او د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملتیا کوي

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0