د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

 

د ۱۳۹۶لمریز کال د کابینې لومړۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماسپښين په ارګ کې وشوه.

په پیل کې د عدلیې وزیر د کابینې د  ۱۱/۱/۱۳۹۵ نېټې د (۱) ګڼې مصوبې د ۱۹ فقرې د لارښوونې په اساس د ولایتونو په تفکیک د دولتي جایدادونو او املاکو دعاوي مکمل فهرست چې له ۱۳۹۲ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۵لمریز کال پورې د دولت په ضرر او د مدعي علیه په ګټه یې پرېکړه شوې، غونډې ته وړاندې کړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د عدلیې وزیر له هر اړخیز بحث وروسته د جمهور رئیس د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې د جمهوري ریاست د حقوقي او عدلي چارو مشورتي بورډ رئیس او د لوی څارنوالۍ مرستیال موظف کړل چې د عدلیې وزارت د قضایای دولت او حقوقو برخې د تشکیل ظرفیت او د کړنو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او د دې بنسټونو د ظرفیت لوړولو او کاري برخې د ښه والي په اړه خپله مشخصه طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

ورپسې د مالیې وزیر د ۱۱ خصوصي ساختماني شرکتونوپه ځنډ د مالیې ورکولو جرایمو د معافیت په اړه چې قصبه کې د اماراتو ښارګوټي رهایشي بلاکونو جوړولو کې یې سهم درلود، وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وویل، یاد شرکتونه حاضر دي چې د افغانستان پر عایداتو د مالیاتو قانون مطابق خپلې مالیې ورکړي، اما د مالیاتي تاخیر د جریمې د ورکولو توان نه لري، بناً وړاندیز کېږي چې د هغوی د ورشکستګۍ د مخنیوي په خاطر د باقیاتو تحصیل قانون د ۳۰ مادې مطابق د مالیاتي پرداخت تاخیر جرایمو له ورکولو څخه برخوردار شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې تائید کړ.

وروسته د اداري فساد پر ضد د مبارې عالي ادارې رئیس د جمهوري ریاست عالي مقام د ۲۶/۵/۱۳۹۵ د ۱۶۱۵ګڼې حکم د افسوتر سهامي شرکت او د شیون او ازادۍ ساختماني شرکت قرارداد د ارزولو په اړه د کابل ښار په خیرخانه مېنه اوله حصه کې د افسوتر شرکت په ځمکو د رهایشي او سوداګریزو بلاکونو د جوړولو په اړه د موظف پلاوي راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وویل، شیون او ازادۍ ساختماني شرکتونو سره د افسوتر سهامي شرکت د (۱۴۷۱۳) متر مربع ځمکې موازي قرارداد د افسوتر شرکت د ۲۳ سلنه سهم او د شیون او ازادۍ ساختماني شرکتونو د ۷۷ سلنه سهم په بدل کې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د رهایشي او تجارتي بلاکونو د جوړولو په موخه د افسوتر شرکت د وخت د رئیس، د وخت د سوداګرۍ وزیر او د شیون او ازادۍ شرکت د رئیس تر منځ لاسلیک شوی دی، اما په قرارداد کې د افسوتر شرکت د اساسنامې د نه رعایت او په قرارداد کې عدم داوطلبي، د قرارداد موادو او د سترې محکمې لارښوونې څخه د افسوتر شرکت د خلاف ورزي، د شیون او ازادۍ شرکتونو له لوري د ساختمانونو جوړولو کې تخطي او یو لړ نورې حقوقي ستونزې لیدل کېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزیران او په مالي او بانکداري چارو کې د جمهور رئیس سلاکار موظف کړل چې افسوتر شرکت ته د جایداد د انتقال څرنګوالی په دې شرکت کې د افغانستان د سهام مطابق په هر اړخیزه توګه وارزوي ، د پایلې په اړه د کابینې بلې غونډې ته راپور ورکړي.

په همدې ترتیب کابل ښاروالۍ او د ښار جوړولو وزارت موظف شول چې د یادو بلاکونو څرنګوالی له تخنیکي، مهندسي او د زلزلې پر وړاندې د مقاومت له پلوه په هر اړخیزه توګه وارزوي، خپله مشخصه طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژۍ معین  د ګمرکي محصول د معافیت او د هرات ښارلمرینې برېښنا پروژې د تجهیزاتو د مالیې ورکولو په اړه د یاد وزارت تقاضا غونډې ته وړاندې کړه.

هغه څرګنده کړه، دا پروژه د جاپان هېواد له بلاعوضه مرستو څخه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر په واسطه له کمپنیو سره قراداد شوې او د موافقتنامې مطابق لاسلیک شوې، د انرژۍ او اوبو وزارت د ګمرکي محصول د معافیت د پړاونو د ترسره کولو مسوولیت او د ټولو مالیاتو ورکول په غاړه لري، د یادونې وړ ده چې یاد معافیتونه د وزیرانو شورا غونډه کې مطرح چې یادې شورا هم په پرنسیب کې تائید کړل.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ګمرکي محصول معافیت او د هرات ښار د لمرینې برېښنا پروژې تجهیزاتو د مالیې ورکړه تصویب کړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ترکیه کې د استوګنو افغان محصلینو د ستونزو د حل په اړه د یاد وزارت پیشنهادي طرحه د کابینې د ۱۱/۲/۱۳۹۵ نېټې د ۳ ګڼې مصوبې د ۱۶ فقرې د پرېکړې د بدیل په توګه ترکیې ته د استادانو د باصلاحیته پلاوي د استولو په اړه د تحصیلي سویې د ارزولو او په هغه هېواد کې د محصلینو د ازموینې د اخیستلو په موخه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي څرګنده کړه د هېواد د باتجربه استادانو د باصلاحیته پلاوي استول د زیات لګښت او د ترکیې له ۶۰ څخه زیاتو بېلابېلو پوهنتونو کې د افغان محصلینو موجودیت عملي نه دی، نو هغوی دې پیشنهادي بدیلې طرحې غونډې ته وړاندې کړي.

کابینې د لوړو زده کړو وزارت وړاندیزد محصلینو د مدد معاش د کمولو په استثنا په پرنسیب کې تائید کړ.

ورپسې د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې معین د سواد زده کړې تدریجي تشویقي او اجباري کولو طرحه غونډې  ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې دا طرحه د سواد د زده کړې په برخه کې د فعالو ملي او بین المللي همکارانو په همکارۍ ترتیب شوې ده، د طرحې د ترتیب موخه د سواد زده کړې ته د لویانو هڅونه، له اسانه او کم مصرفه لارو د بې سوادو افرادو هڅونه، په خصوصي او دولتي سکتور کې خدماتي کارکوونکو باندې د سواد اجباري کولو او د سواد د کچې د لوړولو په موخه د بنسټونو د موجوده امکاناتو څخه موثره استفاده ده.

په دې طرحه کې لارې لکه د سواد د زده کړې په صورت کې متقاضیانو ته د موټر چلولو جواز ورکول، په دولتي ادارو کې د اجیرانو د تقرر په وخت کې د سواد لرل معیار ګرځول، د هغو زندانیانو جزا مودې تخفیف چې په زندان کې یې سواد زده کړی  او یا د سواد د زده کړې د ښوونکي په توګه په زندان کې داوطلب کېږي په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې پوهنې وزارت موظف کړ چې د سواد د زده کړې د ترویج په برخه کې تشویقي اړخونه په پام کې ونیسي، برابره شوې طرحه د غونډې د یادونو مطابق تصحیح او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال له تائید وروسته تطبیق کړي.

د غونډې په بله برخه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین په هرات ولایت کې  د ایران د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ د ځمکې معضله غونډه کې مطرح کړه.

هغه زیاته کړه، له هغه ځایه چې هرات ښاروالۍ د هرات ښار د یو اصلي واټ د پلانولو طرحه تر لاس لاندې نیولې او د هغه مسیر ټولې ودانۍ تخریب شوې دي، ایران قونسلګرۍ په دې دلیل چې په هرات کې د هغه هېواد قونسلګرۍ د ځمکې اخیستل قانوني وو او په محلي محاکمو کې یې د ځمکو د ملکیت اسنادو پړاونه بشپړ کړي او د ملکیت قانوني سند په لاس کې لري، د ماسټر پلان د تحقق مانع شوي او د دېوال تخریب او شاته تګ لپاره یې د قېمت ورکول او یا په نورو ساحو کې د ځمکې ورکولو شرط ایښی اما ایران لوری دا اقدام د افغانستان د تېرو او اوسنیو قوانینو او د بهرنیو دولتونو په سیاسي نمایندګیو د عقار د فروش قانون سره په مخالفت کې کې بولي.

د ا فغانستان اسلامي جمهوریت کابینې بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ لپاره بدیله ځمکه تدارک او د خارجي دولتونو سیاسي نمایندګیو ته د عقار د فروش قانون د صراحت مطابق د هغې مقاوله ترتیب او د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

په همدې ترتیب د افغاني سرې میاشتې  سرپرست د بیت الله شریف د حج هر زیارت کوونکي څخه د بسپنې په توګه یو زر افغانۍ د ټولولو په اړه د زړه د سوري په ناروغیو د اخته کسانو د درملنې په موخه  وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې حج او اوقافو وزارت موظف کړ چې یو زر افغانۍ د بیت الله شریف حج زیارت کوونکو د تعرفې مطابق وضع او د افغاني سرې میاشتې ټولنې حساب ته انتقال کړي. همدارنګه د سرې میاشتې افغاني ټولنه موظفه ده چې د هغو د لګښت په اړه د کابینې وروستیو غونډو ته راپور ورکړي.

په همدې ترتیب د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د تفتیش عالي اداره موظفه کړې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لګښت او مالي چارې په هر اړخیزه توګه وارزوي او د کابینې راتلونکو غونډو ته د پایلې په اړه راپور ورکړي.

وروسته د عدلیې وزیر په هغو عایداتو د مالیو قانون طرحه چې د هغه وزارت علمي – حقوقي څېړنو قانونګذارۍ چارو انسټیټیوټ کې تدقیق او د قوانینو د کمېټې ناسته کې ارزول شوې غونډه کې مطرح کړه.

هغه زیاته کړه: دا طرحه په ۱۴ څپرکو او ۷۹ مادو کې ترتیب شوې چې موخه یې د حقیقي او حکمي اشخاصو په عایداتو د مالیو تعین، د تحصیل د طرز تنظیم او د مالیې تادیه، د دولت د مالي بینې تقویه او د عامه لګښتونو د تمویل په موخه د دولت د خودکفایي زمینې برابرول دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینه له هر اړخیز بحث وروسته د یاد قانون طرحه په پرنسیپ کې تائيد کړه، د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې یې د مالیې او عدلیې وزیران موظف کړل چې د یاد شوي قانون طرحه د غونډې د تذکر مطابق تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د میدارن وردک ولایت مرکز اول خېل کلي کې د ۲۳ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غوښتنه ترانسپورت وزارت د هغه ولایت د ټرانسپورټي ترمینال د جوړولو په موخه ، د سرپل ولایت مرکز کې د ۱۰ بسوې دولتي ځمکې موازي انتقال چې پخوا په هغه باندې میترولوژي ستیشن جوړ شوی دی د انرژۍ او اوبو وزارت، د دایکنډي ولایت مرکز کې ۱۸ جریبه دولتي ځمکې موازي چې په هغه کې پخوا د هغه ولایت محبس جوړ شوی دی کورنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت ته د ۳ جریبه دولتي ځمکه سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ کې د صحي کلینیک جوړولو په موخه او کندز ښار کې ۱۵ بسوې دولتي ځمکه سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته د کندز ولایتي شورا ودانۍ جوړولو په موخه غونډې ته وړاندې کړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۰/۶/۱۳۹۵ ۱۲ ګڼې د ۱۵ فقرې د صراحت مطابق د افغانستان د ځمکو اداره موظفه کړه چې یادې ځمکې مالیې وزارت ته انتقال او هغه وزارت یادې ځمکې د مقاوله عقد د طی د استفادې په موخه د متقاضي ارګانونو په اختیار کې ورکړي.

د غونډې په ادامه د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د کانونو وزارت د پالیسۍ معین ته صلاحیت ورکړ چې مشورتي قرارداد د کانونو په چارو کې د کانونو مشورتي کمپنۍ GIZIژر تر ژره لاسلیک کړي.

د کابینې د غونډې په پای کې د بین المللي معاهدو شپږ مورده د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین غونډه کې مطرح کړ چې د تائید وړ وګرځېد.