د ترکیې خصوصي سکتور په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په خاطر خپل چمتوالی وښود

د ترکیې خصوصي سکتور په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په خاطر خپل چمتوالی وښود

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ارګ په ګلخانې ماڼې کې د ترکيې د اقتصاد وزارت معین فتح متین چې د ترکي د خصوصي سکتور پانګوالو د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، خپل حضور ته ومانه.

د ترکيې د اقتصاد وزارت معین کابل ته د خپل سفر له امله خوښي وښوده وې ویل، موږ به د افغانستان دولت د کابینې د ځینو غړو او خصوصي سکتور سره لیدنې ولرو، ترڅو په ګډه په افغانستان کې د پانګونې لپاره غوره لارې چارې ولټوو.

په دې کتنه کې د پانګونې په فرصتونو او د ترکي شرکتونو پر پانګونې بحث وشو. جمهوررئیس غني د لازیاتو اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ټینګار ترڅنګ وویل، ترکیه په دې برخه کې بریالۍ تجربې لري چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لاپراختیا کې مرسته کولای شي.

هغه زیاته کړه افغانستان د پانګونې په ځانګړي ډول د انرژۍ، د انرژۍ سکتور لپاره د برېښنايي وسایلو د تولید، مخابراتو، نوري فایبر، د کرنیزو تولیداتو پروسس او بسته‎بندي او د سړو خونو د جوړولو، د سمنټو د تولید، نساجۍ او روغتیا سکتور په برخو کې زیات فرصتونه لري. 

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د موجوده پالیسیو په اساس د پانګوالو د هڅولو په خاطر لازمې اسانتیاوې لري او چمتو دی پانګوالو ته له اقتصادي زون څخه د استفادې په برخه کې زمینه برابره کړي.  

هغه زیاته کړه، موږ د پانګونې او عامه خصوصي سکتور د ګډون لیواله یوو او په دې برخه کې ترکي او افغان شرکتونه کولای شي په ګډه موثر فعالیتونه ولري. هغه د زیربنا سکتور او ترانسپورټ په برخه کې د ترکیې تجربې موثرې وبللې وې ویل، د ترانسپورټ په برخه کې دې د سوداګرۍ زمینه برابره شي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت معین وویل، د پانګونې په برخه کې په مطرح شویو ظرفیتونو او فرصتونو غور کوو او د ترکیې خصوصي ستکور چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0