د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشرانو فوق العاده ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشرانو فوق العاده ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

استانبول – ترکیه

۱۳۹۶ ل د لېندۍ ۲۲

۲۰۱۷ د ډسمبر ۱۳

بسم الله الرحمن الرحیم.

جمهور رئیس اردوغان، جناب سکرتر جنرال ( د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان)  درنو حاضرینو او جلالتمابانو !

موږ په يوه داسې بېساري تاریخي پړاو کې یوو چې د (اسلامي) امت او په همدې ډول د نړۍ پام قدس، حرم شریف او د فلسطین خلکو حقونو ته را اوښتی. هغه اجماع چې د اسلامي امت ترمنځ شته، هیله بښونکې ده؛ لکه څنګه چې لارې او دولتونه، جوماتونه او رسنۍ، خلک او رهبران، نارینه او ښځینه، زاړه او ځوانان په یوه واحد غږ خبرې کوي.

«قدس»، زموږ لومړنۍ قبله او  د حرم شریف په توګه د مسلمانانو د درېیم سپېڅلي جومات او  د مسلمانانو د مرکزي هستې هویت په ډاګه کوي او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه ګڼل کېږي. د هر افغان زړه د خپلو  فلسطیني خویندو او وروڼو د خواخوږۍ لپاره تپېږي.

په همدې ترتیب، د ملګرو ملتونو پر پرېکړه لیک نړیوال ټینګار چې له مخې يي د یوې عادلانه کړنلارې د  اړتیا له لارې د فلسطین د خلکو  پایداره حقونه چې د یوه رسمي دولت لرل يې تأمین کړي او د قدس او حرم شریف ځای يې تثبیت کړی، د خوښۍ لامل دی.

هېڅ کله هم د اسلامی نړۍاو له دې په لویه کچه د نړۍ ترمنځ یووالی او همغږي په دې اندازه عالي نه وه، چې د قدس ځانګړي ځای ته درناوی وشي. فلسطین یو ځل بیا د پام وړ وګرځېد.

له حضرت عمر فارق (رض)څخه نيولې تر خلیفه عبدالملک؛ هغه چا چې مسجدالاقصی یې جوړکړ، تر صلاح الدین ایوبې او لومړي سلطان سلیمان پورې، چې له ځانه يې زغم او  درناوی وښود؛ دا ټول د فرهنګ او تمدن په توګه د اسلام د ژوروالي او پرخوالي ښکارندويي کوي.

زما په نظر، له هغه فرصت څخه چې اوس رامنځ ته شوی باید په پنځو ملموسو بڼو ګټه واخیستل شي؛

لومړی، له رامنځته شوي یووالي څخه دې د فلسطین له خلکو او حکومت سره د مرستې په موخه د یوه جامع پلان د جوړولو  په لار کې ګټه واخیستل شي. واړه اقدامات او تیتې پروژې بسنه نه کوي.

دویم، پایداره او عادلانه سولې ته د فلسطین او سیمې د لاسرسي په خاطر دې،  له نړیوالو قوانینو څخه د عربي ( سولې) نوښت  په پلي کېدو کې د یوې جامع نقشې لارې  د تدوین لپاره ګټه واخیستل شي.

درېيم، د پاپ له ملاتړ څخه په هرکلي، د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د متمرکزو خبرو اترو جوړول او په هغو کې ونډه اخیستل، همداراز سولې ته د اړتیا او نړیوالو قوانیونو ته د درناوي په خاطر  د خلکو او  امنیت شورا ( ملګرو ملتونو) د کلیدي غړو له دې ډلې په خپله امریکا متحد ایالتونه.

څلورم، د مسلمانانو ترمنځ د خپل منځیو شخړو  د پای ته رسولو په خاطر له سیاسي نوښت څخه ګټه اخیستل،  چې د سمې [ واقعي]  رهبرۍ مستلزم دی، او دا عالیرتبه مجلس باید د دې رهبرۍ د اثبات وړتیا ولري.

پنځم، د اسلام تاریخ د زغم او خبرو اترو اعاده؛ د تاوتریخوالي او ترهګریزو کړنو ردول چې موږ مسلمانانو يي له امله تر ټولو ډېر تلفات ګاللي دي.  موږ افغانان چې په بېسارې کچه له دغه راز کړنو څخه زیانمن شوي یوو.

په پایله کې تمایل لرم له جمهور رئیس اردوغان او د  ترکیې له حکومت څخه د دې نوښت په خاطر چې عالي ناسته يې تنظیم کړې او همداراز د اسلامي همکاریو له دارالانشا څخه چې په مناسبت وخت کې يې له دې نوښت څخه ملاتړ وکړ، مننه وکړم.

له تاسو مننه !

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0