جمهور رئیس غني : ولسوالۍ د هېواد د اقتصادي ودې چینې دي

جمهور رئیس غني : ولسوالۍ د هېواد د اقتصادي ودې چینې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې” د محلي ادارو لپاره د اصلاحاتو د لارې نقشه“ تر سرلیک لاندې د ولسوالانو ملي کنفرانس  د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه کنفرانس کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، د کابینې یو شمېر غړو، د دولتي او خپلواکو ادارو مسوولینو، په کابل کې د ځینو هېوادونو استوګن سفیرانو او د بین المللي بنسټونو استازو هم حضور درلود. په پیل کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ د ښه راغلاست پرمهال د شهیدانو اروا ته دعا وکړه.

د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس وویل، سره له دې چې د تحمیل شوي جنګ له امله پر حکومتولۍ، د خدماتو او اسانتیاو په برابرولو تمرکز یو څه کم وو، مګر بیا هم د جمهور رئیس په لارښوونه او مشرۍ د محلي حکومتولۍ په برخه کې مهم کارونه ترسره شوي.

ښاغلي بېګ وویل، د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس باید د ولسوالانو رول فعال او ولسوالۍ تقویه شي. هغه زیاته کړه، د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا او د خدماتو د برابرولو لپاره باید د ولسوالانو د مسوولیتونو او واکونو تر منځ شته تناقض له منځه یووړل شي.

نوموړي څرګنده کړه، د ولسوالانو ملي کنفرانس کې به له ۳۴ ولایتونو څخه په دې پړاو کې ۱۲۴ ولسوالان د خپلو ستونزو، غوښتنو، لومړیتوبونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او نورو اړوندو مسایلو په اړه د بېلابېلو وزارتونو او ادارو مسوولینو سره بحث او خبرې وکړي او پایلې به یې له جمهور رئیس سره شریکې شي.

جمهور رئیس غني ولسوالانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د لارې منظمه نقشه او په هغه اړه د اساسي او افغانستان شموله بحث زمینه برابره شوې. هغه زیاته کړه، د اداري فساد پر ضد مبارزه د دغه بحث مهمه برخه ده چې په دې برخه کې د ستراتیژۍ د برابرولو ترڅنګ مهم اقدامات هم شوي.

جمهور رئیس له ولسوالانو وغوښتل چې په دغه ملي کنفرانس کې د ولس، ولسوالۍ او ولسواکۍ په اړه خپل بحثونه متمرکز  کړي، ځکه دغه بحث د ولسوالانو او ولسوالیو د رول د تعینولو ترڅنګ د افغانستان د راتلونکي لپاره هم ګټور دی.

د هېواد جمهور رئیس له ولسوالانو وغوښتل چې د خپلو ولسوالیو او ولسونو د اوسني وضعیت په اړه روښانه تصویر په لیکلې بڼه له ده سره شریک کړي. داسې تصویر چې د ولسوالانو او ولسوالیو رول، واکونه، ستونزې، غوښتنې، زیربنا، اړیکې، لومړیتوبونه، تاسیسات، زېرمې، له هغو څخه د ګټه اخیستنې شېوه، همغږي، همکاري او هر څه په کې واضح وي.

جمهور رئیس وویل، د ولسوالانو د فعاله رول او د ولسوالیو د تقویې لپاره حتمي ده چې موږ خپل، د خپلو همکارانو او ولسونو لید ته واحد جهت ورکړو، ترڅو د همغږۍ، همکارۍ او اعتماد فضا رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د ولسوالیو له واضح تصویر پرته نه محلي حکومتولي پیاوړې کېدلی شي او نه هم د خدماتو کچه او کیفیت لوړېدلی او ښه کېدلی شي.

محمد اشرف غني  څرګنده کړه، ولسوالۍ د هېواد د اقتصادي ودې چینې دي او هرڅومره چې محلي حکومتولي پیاوړې وي، نو همغومره ورسره د قوې د استعمال اړتیا کمېږي. هغه له ولسوالانو څخه وغوښتل چې د خپلو ولسوالیو او ولسونو پنځه لومړیتوبونه په لیکلي ډول ورسره شریک کړي.