ملي تدارکاتو کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو پروژې په ګډون ۹ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون په  ۳۴ ولایتونو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو پروژې په ګډون ۹ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام  په ارګ کې جوړه شوه.

غونډه پر ۱۰ تدارکاتي موضوعاتو د بحث په پایله کې له ۵.۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۹ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې.

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند؛ دهېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو پروژې قرارداد؛

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د  نوري فایبر شبکې له لارې د مرکزي پسته خونو سره؛ د هېواد د ۲۳ ولایتونو د مرکزي پسته خونو د نښلولو د پروژې قرارداد؛

د چوکاټي قرارداد له روش څخه په استفادې د ادارو د اړتیا وړ انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد؛

دلوړو زده کړو وزارت اړوندد ننګرهار پوهنتون د محصلینو د ۲۹ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک قرارداد؛

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نویو قرارګاوو لپاره د۶۷ قلمه امنیتي کمرو او ۱۰ قلمه کمرو د تجهیزاتو د تدارک او برابرولو د پروژې قرارداد؛

جمهوررئیس غني  د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په جوماتونو کې د انټرنټ موضوع په پام کې ونیسي او د جوماتونو د کار جریان او پرمختګ دې له خلکو سره شریک کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د ۲۹ قلمه اعاشوي توکو د تدارک او برابرولو پر پروژې د بحث پر مهال د لوړو زده کړو وزارت لخوا د اجرائیوي کار پر  ضمانت او جدي نظارت ټینګار وکړ.

د ملي تدارکاتو ادارې د عامو توکو ریاست د ملي دفاع ، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لکولو او مالدارۍ وزارتونو؛ د ملي تدارکاتو ادارې او اتحادیو ترمنځ د پنځه اړخیزه هوکړه لیکونو د تمدید د منظورۍ غوښتنه وکړه ؛چې کمېسیون  منظور کړه.

پر دې پروژې د  بحث پر مهال د هېواد جمهور رئیس یوځل بیا د کورنیو تولیداتو په ملاتړ ټینګار وکړ او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې دنده وسپارله؛ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوړو لېست کې موسمي مېوې ځای پرځای شي چې د هېواد تولید شویو مېوو څخه په ښه ډول ګټه پورته شي.

پوهنې وزارت د ۳۷ میلیون کتابونو د چاپ او لېږد په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې له بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون په دې اړه لازمې لارښوونې وکړې.

له ملي تدراکاتو کمېسیون څخه د کابل- لوګر  ۷ کیلومتر اوږد سرک د نظارت او پاملرنې لپاره د مشورتي خدمتونو د پروژې د تدارکاتي پړاوونو د فسخې د منظورۍ لپاره د ټرانسپورټ وزارت غوښتنه ، کمېسیون منظوره کړه.

لوړو زده کړو وزارت د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د تدریسي ودانۍ د جوړولو پروژې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې د عدم تحقق په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه ؛ چې له هراړخیزو بحثونو وروسته مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې  د دې ودانۍ د ډیزاین په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.

له بلې خوا، کمېسیون د کورنیو چارو وزارت اړوند؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون د تحقق پرېکړه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د اړتیا وړ تېلو د تدارک پروژې په اړه د پرېکړې د تحقق راپور تائید کړ.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو مفتش جان ساپکو او نورو ملي او نړیوالو څارونکو هم ګډون درلود.