په ننګرهار کې د ټاکنیز کمپاین پر غونډه د تررویستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، کابل: د افغانستان د سولې او ولسواکۍ دښمنانو نن د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنیز کمپاین په غونډه د وحشیانه تروریستي برید په نتیجه کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پرمهال وویل، افغانان غواړي د قانون مطابق  ډموکراټیکو میکانیزمونو څخه په استفادې خپل استازي وټاکي او د پرمختګ په لور ګامونه واخلي، خو د ولسواکۍ دښمنان او د هغوی بهرني ملاتړي چې د ولس له دغې بیدارۍ څخه وېره لري، د  تروریستي بریدونو له لارې  د دغه بهیرمخه ونیسي.

تررویستان او د هغوی حامیان په دغسې وحشیانه بریدونو سره بې له دې چې د ځان په اړه د خلکوکرکه  زیاته کړي، په روښانه راتلونکي او ولسواکیز بهیر زموږ د خلکو باور نشي کمولی.

جمهور رئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټاکنیزو غونډو د امنیت د ښه تامین د لارښوونې ترڅنګ له خلکوهیله وکړه چې امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له لارې د دښمن دا ډول دسیسې شنډې کړي.

د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ  شهیدانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.