کابینې د اوبو د قانون طرحه په پرنسیب کې تائید کړه

کابینې د اوبو د قانون طرحه په پرنسیب کې تائید کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې جمهوررئیس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سیدانور سادات ته د کابینې په غونډو کې د ګډون هرکلې ووایه او نوموړي ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لازیاتې بریا هیله وکړه.

وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال د غور ولایت د جام منار په اړه خبرې وکړې او کابینې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله چې د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا د پرېکړې مطابق د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د جام منار د ترمیم په موخه پلاوي ته د سفر زمینه برابره او د جمهوري ریاست د عملیاتي او ملي انکشاف حمایوي ادارې استازی دې هم د پلاوي په ترکیب کې شامل کړي.

د اجنډا مطابق د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست سترسلاکار د راپور ورکولو او د حکومت د فعالیتونو په اړه ملت ته د ځواب ویلو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د یادې طرحې د تائید ترڅنګ وزارتونه او دولتې ادارې موظفې کړې چې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست د سترسلاکار، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست او د حکومت د رسنیو د مرکز په همکارۍ  یاده طرحه تطبیق کړي.

وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د انسجام مرستیال د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۷ کال د لومړۍ، دویمې او دریمې ربعو د مصوبو د تحقق د څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې کړ او کابینې د یاد راپور د تائید ترڅنګ وزارتونه او دولتې ادارې موظفې کړې چې د کابینې د مصوبو د تحقق بهیر لاچټک او په دوامداره توګه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته د خپلو اجرااتو راپور ورکړي.

دغه راز د عدلیې وزیر د اوبو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د اړوندو وزارتونو په همکارۍ د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق تصحیح او د ځمکو او اوبو عالي شورا تر بحث وروسته نهايي کړي.

د عدلیې وزیر د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي امورو قانون د ۴۲ مادې د لومړۍ فقرې د تعدیل طرحه چې د ځوانو افسرانو د تشویق په موخه د هغوی لپاره د فوق العاده ترفیع د اجرا لپاره په پام کې نیول شوې، غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تائید کړه.

دغه راز د مالیې وزارت سرپرست ګمرکونو لپاره د ۱۳۹۷-۱۴۰۱کلونو ستراتېژیک پلان غونډې ته وړاندې کړ. کابینې د ګمرکونو د وضعیت د ښه والي لپاره د ستراتېژیک پلان ترتیب موجه وباله او په دې اړه یې د مالیې وزارت راپور تائید او دغه وزارت یې موظف کړ چې یاد پلان په مختلفو بُعدونو کې تقسیم بندي او د هر مورد په اړه یې خپلې مشخصې غوښتنې او وړاندیزونه ترتیب کړي.

ورپسې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې په کوچني او لوی مقیاس د معدن کارۍ پروژې، غونډې ته وړاندې کړې چې کابینې تائید کړې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې د چین د خلکو د فرهنګي میراثونو د ادارې په غوښتنه د آسیایي تمدنونو په نندارتون کې د نندارې لپاره د تاریخي آثارو د لېږد، د شینګ هوا د هنر پوهنتون کې د افغانستان د تاریخي آثارو د نندارتون او د چین له یوه ځای څخه بل محل ته د نندارتون د ځای د بدلون په اړه غونډې ته وړاندیزونه وکړل چې کابینې تصویب کړل.

د غونډې په بله برخه کې، د افغانستان بانک رئیس د تخنیکي مرستو د برابرولو، د نصبولو، عیارولو او شخصي کولو اړوند د ICT خدمتونو د وړاندې کولو، په افغانستان بانک کې د دغه بانک د استخباراتي واحد او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې ادارې ترمنځ د ملګرو ملتونو د GOAML برنامې د تطبیق ملاتړ او ښوونه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په عالي غونډه کې مرور او تائید شوې وه، غونډې ته وړاندې او تصویب شوه.

وروسته، د ترانسپورټ وزیر د فراه ولایت د شپږو تنو اوسېدونکو د ملکیتونو د استملاک د لګښت د ورکړې تقاضا چې ملکیتونه یې د فراه ولایت د باغ پل د سړک پر مسیر پراته دي، غونډې ته وړاندې کړه چې غونډې تصویب کړه.

د غونډې په پای کې د بین المللي معاهدو شپږ موره د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته وړاندې کړل چې تائید شول.