جمهوررئیس غني په کابل کې استوګن د هند سفیر سره وکتل

جمهوررئیس غني په کابل کې استوګن د هند سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په کابل کې استوګن د هند سفیر  وینې کومار سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ او ټاکنو پروسې څخه د هند د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني د افغانستان او هند دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل، هند د افغانستان ښه دوست او ستراتېژیک ملګری دی. نوموړي د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د زېربنايي پروژو په برخه کې د هند د هراړخیزې همکارۍ او مرستو مننه وکړه.

د دغې کتنې په پای کې د هند سفیر وینې کومار  د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو څخه د ملاتړ ترڅنګ د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا ډاډ ورکړ.