په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید د غندنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتو په دوام نن یو ځل بیا د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال، شهیدان او ټپیان کړل.
جمهور رئیس غني د دغه تروریستي بریدو د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان د ښځو او ماشومانو په ګډون په عامه ځایونو او ملکي وګړو د دغه ډول جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره بې له دې چې ورځ تر بلې د ځانونو پر وړاندې د خلکو کرکه او نفرت لا راوپاروي، بل هیڅ هم نشي ترلاسه کولی.
د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د دغې پېښې د جنایتکاره عاملینو د تشخیص، نیولو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسېدنې لارښوونه کړې.
جمهور رئیس غني د شهیدانو کورنیو او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د ښې روغتیا هیله کوي.