په جلال اباد کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن په جلال اباد ښار کې د روغتیاپالو (قابلو) پر روزنیز برید د ترهګریز برید په ترسره کولو سره یو بل جنایت وکړ.

جمهور رئیس غني دغه تروریسیتي برید په سختو ټکو وغانده وې ویل، په ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو برید ښکاره جنایت او د افغانستان د خلکو پرمختګ سره دښمني ده.

جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د مهارولو او د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عاجل اقدام د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، د روغتیاپالو پر روزنیز مرکز چې د روغتیایي خدمتونو  لپاره اړو ښځو ته مرسته کوونکې روزي د برید ترسره کول، د اسلامي نړۍ د علماو فتوا سره چې ترهګریز بریدونه یې حرام ګڼلي، په ټکر کې دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0