جلال اباد ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: جنایت کاره تروریستانو چې د جنګ په میدان کې د ملي امنیتي ځواکونو له خوا سختې ضربې لیدلې اوس د خپل غیراسلامي او انساني لیدلوري په اساس پر ملکي وکړو، ښوونیزو مرکزونو د عامه تاسیساتو په ګډون د کډوالو په مرستندویه بنسټونو بریدونه کوي، تر څو د پرمختګ او ترقۍ په لور د خلکو او حکومت اراده کمزورې  کړي.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا د غیر مشروع او انسان ضد لارو اهدافو ته د تروریستي ډلو رسیدل ناممکن بولي او د ننګرهار خلکو ته د غمشریکۍ تر څنګ ډاډ ورکوي چې د ښاریانو د امنیت د ساتلو په خاطر به هر اړخیز ګامونه واخلي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه به د پخوا په څیر د تروریستانو ځالې په نښه کړي.

د هېواد جمهوررئیس په جلال‌اباد ښار کې نننی تروریستي برید غندي او د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0