په هرات- کندهار لویه لاره کې د تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: نن سهار د هرات- کندهار لویې لارې په اوږدو کې پر  مسافر وړونکي موټر د طالبانو دځای پر ځای شوي ماین دچاودنې له امله زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس غني د دغه تروریستي عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل، د خلکو د تګ راتګ په لار کې د ماینونو اېښودل، ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان رسول بشري جنایت دی او طالبان په دغسې ناوړه کړنو سره  د خلکو له کرکې پرته، بل هیڅ هم نشي ترلاسه کولای.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د بې ګناه هیوادوالو د شهادت له امله د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#