جمهورئیس غني: مولوي عبدالحکیم منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي

جمهورئیس غني: مولوي عبدالحکیم منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنينن ماسپښین د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب سره وکتل.

په دغه کتنه کې مولوي عبدالحکیم منیب د تېرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست جومات کې د ملاتره خېل او د هغه د ورونو له لوري پر نوموړي د فزیکي برید او سپکاوي جریان د هیواد جمهوررئیس ته بیان او رسماً یې د دغې پېښې د تعقیب غوښتنه وکړه.

د جمهوررئیس د لارښونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست له لوري د نوموړي غوښتنه د یوه مکتوب په ذریعه رسماً لوی څارنوالۍ ته راجع او ټینګار وشو چې لوی څارنوالي دې په دې اړه په صراحت د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ خپل اجراات وکړي.

دغه راز په یاد مکتوب کې له کورنیو چارو وزارت غوښتل شوي چېد یوې اوونې په لړ کې دې د مولوي عبدالحکیم منیب ادعاو ته رسیدګي وکړي، د پولیسو اړوند حوزه دې په هراړخیزه توګه وارزوي او د یادو ادعاو د اثبات په صورت کې دې د یادې حوزې په مسلکي او کادري برخه کې بدلون راولي.#