جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام په افغانستان کې د امریکا متحدوایالتونو د سفارت شارژدافیر هوګو لارنس سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد لومړۍ مېرمن، یو شمېر دولتي مقاماتو او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود، لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د امریکا متحدو ایالتونو د شارژدافیر ښاغلي هوګو لارنس ته د غازي میرمسجدي خان د مډال د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

وروسته جمهوررئیس غني د افغانستان او امریکا د دوستانه اړیکو د ټینګولو او پراخولو په برخه کې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژافیر هوګو لارنس د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په درناوي نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د ښاغلي لارنس د ماموریت پر مهال د هغه د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ نوموړي ته په راتلونکو دندو کې د لابریالیتوب هیله وکړه.

هغه د دې ترڅنګ چې د نوموړي هڅې یې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د اړیکو نوی بنسټ وباله وې ویل، دا هڅې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د نوې ستراتېژۍ په اړه ارزښتناکه وې.

ښاغلي هوګو لارنس په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د دندې ترسره کول او د جمهوررئیس غني سره کار کول زما لپاره ویاړ وو.

ښاغلي لارنس د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په برخه کې د جمهوررئیس هڅې وستایلې وې ویل، افغانستان او امریکا ښه شریکان وو او ښې اړیکې لري.

نوموړي یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل له افغانستان سره د امریکا ژمنې اوږدمهاله دي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0