په تهران کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، كابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اوږدې مودې راهیسې تراوسه د داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سخته او جدي مبارزه کې قرار لري او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.

حکومت تل د تروریستي ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د پلانونو د عملي کېدو مخنیوی کړی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه همدا اوس  د داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

په تهران کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي او په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي.

دا نظریات باید په هیڅ وجه د تشنج او خدای مکړه زموږ د خلکو تر منځ د نفاق لامل نشي. د افغانستان دولت دغه څرګندونې د هېواد د ملي ګټو او  نافذه  قوانینو  په رڼا کې په جدي ډول څېړي.

د افغانستان قوانین یواځې د ملي حاکمیت او د هېواد د ویاړلي بیرغ په چوکات کې د هېواد اتباعو ته د عسکري او نظامي خدمت جواز ورکوي او بس. حکومت څرګندوي چې افغانستان هیڅ وخت په نیابتي جنګونوکې ښکېل نه وو او نه به هم اجازه ورکړي چې دغه هېواد په راتلونکي کې، د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.

د افغانستان دولت مصمم دی د خپلو هغو اتباعو ستونزه چې په نورو هېوادونو کې په شخړو کې شامل دي، په سیمه کې د بین المللي موازینو پر اساس د تفاهم او متقابل درناوي له لارې،حل کړي.

 ملي یووالي حکومت له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره له دولت سره د دولت د اړیکو د اصل پر مبنا ښه مناسبات لري او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي او په راتلونکي کې به هم د هغو د پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0