جمهوررئیس غني د اسیا زړه ناسته کې د ګډون په موخه اذربایجان ته روان شو 

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د  لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسیازړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه ناسته کې د ګډون په خاطر د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

په پام کې ده جمهوررئیس غني په دې دوه ورځني سفر کې” د اسیازړه پیاوړې سیمې په لور د امنیت او اقتصادي اتصال” تر عنوان لاندې د اسیازړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه ناسته کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د وضعیت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.  

جمهوررئیس به د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان جمهوررئیس سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو د لا پیاوړتیا او سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

دغه راز به د دې سفر په جریان کې د افغانستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو اړوند مسوولین د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیتي او د قانون د تنفیذ، د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي خدمتونود همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو موافقتنامې لاسليک کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی شاکر کارګر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0