د اسیا زړه- استانبول پروسې اوومه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا د متن ژباړه

د اسیا زړه- استانبول پروسې اوومه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا د متن ژباړه

۱۳۹۶لمریز کال د لېندۍ ۱۰/ ۲۰۱۷میلادي کال د ډسمبر لومړۍ نېټه

باکو – اذربایجان

د بښونکي او مهربان خدای (ج) په نوم.

جمهور رئیس علي اوف، ښاغلو وزیرانو، د پلاویو مشرانو، اغلو او ښاغلو، دوستانو؛

موږ په داسې شرایطو کې سره وینوو چې د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا دومره زیاته نه وه. لوی اقتصادي فرصتونه موږ خپل لورته وربولي؛ خبیثې شبکې او جرمي سازمانونه موږ تهدیدوي. دې جغرافیې موږ سره ګاونډیان کړي یوو. ګډ لیدلوری، رهبري او سیاسي اراده او همدارنګه مدیریت ته پاملرنه موږ په هغو شریکانو بدلوي چې په یوه نړۍ کې د نړیوال او سیمه ییز امنیت په چوکاټ کې د ملي امنیت او هوساینې په هڅه کې دي.

ښاغلی جمهور رئیس [الهام علي اوف]

اجازه راکړئ باکو تاریخي او ښایسته ښارکې د کوربه توب له امله له تاسو او د اذربایجان خلکو څخه په مننې خپلې خبرې پیل کړم.

د ”شمالي لارې“ د پرانیستې لپاره ستاسو رهبري زموږ د امنیت لپاره حیاتي وه او په” لاجورد دهلېز“ د هغې بدلېدل او د سیمه ییز اقتصادي اتصال لپاره څو اړخیز ټرانسپورټ سیستم به د ارزښت وړ وي. ستاسو زړورو سرتېرو د ایساف له لارې بین المللي ځواکونو مرسته کړې او د غوڅ ملاتړ ماموریت زموږ امنیت کې مرسته کړې او موږ افغانستان کې د نظامي ملاتړ د زیاتوالي لپاره ستاسو د وروستي اعلان هرکلی کوو.

تاسو زموږ د ستونزو او لیدلوریو ژور درک وښود، داسې درک چې له نااعلان شوي جنګ، داخلي بې ځایه کېدو، فقر، جنایت او فساد څخه پیدا او تاسو ته په میراث پاتې وو. پر ستونزو د برلاسي کېدو په لاره کې ستاسو موفقیت، لکه په ۲۰۰۰ کال کې له ۵،۳ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۱۴ کال کې ۷۵،۲ میلیارد ډالرو ته ستاسو د داخلي ناخالص تولید زیاتوالی، ثبات او سوکالۍ ته په رسېدو کې موږ ته پر نفس اعتماد رابښي. د دوامدارو اصلاحاتو له لارې ستاسو سیستماتیکه اقتصادي تنوع، لکه څنګه چې تاسو یادونه وکړه، داسې نمونې دي چې موږ ورباندې تکیه کوو. تاسو د مستقیمې روزنې او د هغې د شریکولو له لارې د تخنیکي مرستې غوره طریقه موږ ته برابروئ؛ او زه نن  د پانګونې د متقابل ملاتړ او ترویج موافقتنامې او همدارنګه زموږ د هېوادونو تر منځ د نورو موافقتنامو د لاسلیکولو منتظر یم.   

ښاغلو وزیرانو او د پلاویو درنو رئیسانو!

جمهور رئیس اردوغان د اسیا زړه- استانبول پروسې ناستې طرحه د خپل صدارت پرمهال وړاندې کړه. موږ  په دې پروسه کې د هغوی د مشارکت او له ایساف او د غوڅ ملاتړ ماموریت څخه  دکلک او دوامدار ملاتړ له امله مننه کوو. موږ په ځانګړې توګه ستاسو د دوباره کوربه توب مننه کوو. موږ همدارنګه د جمهور رئیس نظربایوف او قزاقستان حکومت رهبرۍ څخه، جمهور رئیس شي او د چین ولسي جمهوریت حکومت، لومړي وزیر شریف او د پاکستان حکومت، لومړي وزیر مودي او د هندوستان حکومت څخه د مخکېنیو ناستو لپاره د کوربه توب او د دې برجسته ډلې قدرداني کوم.

له هغه ځایه چې د څلورم ځل لپاره (د اسیا زړه ناسته کې) د افغانستان استازیتوب کوم. د داسې پروسې شاهد یم چې په هغه کې زموږ د لومړیتوبونو د تحقق لپاره د کلیدي موضوعاتو وسعت او د همکاریود ایجاد لپاره د تفاهم عمق ښه شوی دی. دا پروسه نه د یو بدیل په توګه، بلکې د سیمې د نورو مهمو سازمانونو له هغې جملې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO)، د جنوبي اسیا سیمه ییزې همکاریوسازمان(SAARC)، د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) او نورو لپاره د کار بشپړونکی ګڼل کېږي. زه له جمهور رئیس بردي محمدوف او د ترکمنستان حکومت څخه د افغانستان لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همکاریو اووم کنفرانس (RECCA-VIIد کوربه توب له امله چې په هغه کې د اسیا زړه پروسې سره د همپالنې د ایجاد د اړتیا په اړه توافق وشو، مننه کوم. همدارنګه په ځانګړې توګه له ګډون کوونکو رهبرانو او ملاتړوحکومتونو څخه د دوی د حضور او د دې پروسې د ملاتړ له امله مننه کوم.  

اغلو او ښاغلو

زموږ د لومړیتوبونو په لورحرکت د ډاډ  لپاره نړیوال بستر عالي دی. تروریزم سره د مبارزې لپاره دجمهور رئیس ټرمپ د ستراتیژۍ اعلان او د جنوبي اسیا د باثباته کولو، د امریکا متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان دوامداره همکاري دوباره نوې شوې ده او جهت یې موندلی دی. موږ د دې ستراتیژۍ چې په یوه امن سیمه کې د افغانستان د راتلونکي د خوندي کولو لپاره، د لارې یوه نقشه ایجادوي هرکلی کوو. زموږ د شریکو هېوادونو نارینه او ښځو له موږ سره یو ځای خدمت وکړ، په ځانګړي ډول هغوی چې (د خپل ځان په له لاسه ورکولو سره یې) لوړه بیه پرې کړه، درناوی یې کوو.    

دا ستراتیژي چې د امریکایي قدرت ټول وسایل یې پیاوړي کړل، پیغام یې دادی چې د طالبانو ډلې او ملاتړي یې نشي کولی له نظامي پلوه بریالي شي. موږ یوازې د یو سیاسي توافق له لارې کولای شو دوامداره سولې ته ورسېږو چې ورباندې به وغږېږم.

درنو حضارو!

شاعرانو او مورخینو زموږ د ځانګړي موقعیت [افغانستان] لپاره درې کُلي تصویرونه په اسیا کې کارولي دي. ” د اسیا زړه“، ”د هند دروازه“ او ” څلور لار“.

د پاکستان پیاوړي شاعر اقبال داسې ویلي دي:

آسیا یک پیکر آب و گل است / ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا / در گشاد او گشاد آسیا

د هند دروازه، چې په غالب تصور د نولسمې پېړۍ ” د لوی لوبې“ جریان کې مروجه وه. د نولسمې پېړۍ د دوه تهاجمونو او اورګاډي کرښې د توجیه په توګه د قدرت د نمایش لپاره د وسیلې په توګه کارول کېده.

برتانوي مورځ توینبي د څلور لارې مفهوم له لارې زموږ رول چې په هغه کې مفکورې، خلک او توکي په ګردش او تعامل کې دي، په ښه ډول  ترسیم کړی دی. فردریک ستار په وروستي کتاب (ورکه شوې روښنایي) کې دا رول د افغانستان او ټولې منځنۍ اسیا لپاره کارولی دی؛ ځکه موږ په حقیقت کې د تمدنونو او فرهنګونو څلور لاره وو.

د دې تاریخچې بیان ضروري دی، ځکه زموږ تصورات په حال او زموږ لیدلوري د راتلونکي لپاره زموږ په ذهنونو کې نقش جوړوي او زموږ له تېرو خاطرو او احساس څخه الهام اخلي. که دلته [دا ناسته]او اوس وګرځو؛ هغه وراني چې زموږ خلک یې ګالي، په افغانستان کې جنګ نه، بلکې پر افغانستان جنګ دی. که ساده ووایم، تروریستي شبکې او جنایتکار سازمانونه چې ځینې دولتونه له هغو سره بې اعتنایي کوي او یا د دولتي سیاست د وسایلو په توګه یې کاروي- کوښښ کوي چې زموږ جغرافیایي موقعیت د سیمې او نړۍ د بې ثباته کولو لپاره استعمال کړي.  

موږ له شنونکو او پالیسي جوړونکو غواړو چې درې کلیدي پوښتنو ته په دې اړه ځواب ووایي: ایا شل تروریستي ډلې او د نشه یي توکو قاچاق وړونکي  له هغې زمینې پرته  چې د طالبانو ډلې ورته برابره کړې، فعالیت کولی شي؟ ایا طالبان د جرمي اقتصاد او نشه یي توکو اصلي عاملین چې جنګ تمویلوي دي؟ ایا طالبان له ملاتړ او پټنځایونو پرته فعالیت کولی شي؟ اما، موږ – د افغانستان خلک او حکومت د ستونزو او د هغو د حل لارو خاوندان یوو؛ او په نه ستړي کېدونکي ډول کوښښ کوو چې خپل هېواد د اسیا او نړۍ په زړه، اقتصادي دروازو او د اسیا په څلور لاره بدل کړو.

اما په ابتدا کې اجازه راکړئ تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې اقدامات او کوښښونه وکړو.

دوستانو او همکارانو!

تروریزم سره د مبارزې په برخه کې موږ له تروریزم سره د مبارزې د ۲۰۰۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان د ستراتیژۍ پیروي کوو چې په هغه کې یې له ټولو غړو هېوادونو څخه غوښتي چې تروریزم په ښکاره او تل په ټولو اشکالو او علایمو د هر چا په وسیله ، هر ځای او د هرې موخې لپاره چې وي په کلکه وغندي؛  دا پدیده د بین المللي امنیت او سولې پر ضد جدي تهدید ګڼل کېږي. متاسفانه دې راپور پسې (په دې ستراتیژۍکې) دا ښیي چې له تروریزم څخه دولتي ملاتړ، تراوسه همدارنګه د نړیوالې ټولنې لپاره یوه بنیادي ننګونه پاتې ده.

موږ  په سیمه کې له تروریستي تهدیدونو سره د مقابلې د همکار په توګه ژمن پاتې یوو او په دې لاره کې له ټولو هېوادونو سره د همکارۍ پراختیا ته چمتو یوو. د تروریزم ضد مبارزه یوازې یوه افغاني او سیمه ییزه ستونزه نه ده؛ ځکه د سیاسي خشونت او تروریزم پنځمه څپه د بشریت او د وګړو او دولتونو تر منځ  تړونونولپاره چې د زیاتو زحمتونو محصول دی، ضد تهدید ګڼل کېږي. له هغه ځایه چې په افغانستان کې زموږ بریالیتوب د سیمې او نړۍ لپاره ضروري دی، موږ باید مطمین شو چې زموږ روایتونه د څرګندېدو په حال کې د موډلونو او بریالیتوبونو منعکس کوونکي وي. تروریزم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ستراتیژۍ روحیې او سند ته پام نه کول په راتلونکي کې به غیر مترقبه پایلې او پښېماني ولري.

د وړاندوینو برخلاف، موږ په ښکاره ناشونو موخو ته د رسېدو په برخه کې چې د دولت د بقا تضمین او مشروع نظام وو، په تېرو درې کالو کې بریالی عمل وکړ او د دې لپاره مو زیاته قرباني ورکړه.  سره له دې چې زړه مې هره ورځ (له بدو پېښو) خواشینی کېږي، په موفقیت مصمم یوو. کولای شو په ډاډ ووایو چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د تروریستي شبکو او نشته یي توکو د کارتلونو په مقابل کې د یو تهاجمي جنګ په لور په حرکت کې دي. موږ د ځانګړوځواکونو شمېر دوه برابره  او د هوایي ځواکونو درې برابره کوو، تر څو تروریستانو ته ماتې ورکړو او خلک زیات مصئون کړي. نن افغان کومانډویان له هرو پنځو عملیاتو څخه څلور عملیات مستقلانه او د ناټو او امریکا له ملاتړ پرته ترسره کوي. موږ افغانانو د جنګ ابتکارپه لاس کې اخیستی او ستونزې او سختۍ مو شاته پرېښې دي. زموږ ځانګړي ځواکونه، ځانګړې قطعې او کومانډویانو هیڅ جنګ نه دی پرېښی. هغوی په سیمه کې په غوره ځانګړو ځواکونو د بدلېدو په حال کې دي. زه د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان او د جنګ په حال کې هېواد د جمهور رئیس په توګه دنده ترسره کوم چې (پخوا)جمهور رئیس علي اوف د هغه په ترسره کولو مجبور وو.  زه د دفاعي او امنیتي ځواکونو د زړورتیا او اتلولۍ درناوی کوم او د خپلو همکارانو د تعهد، رهبري او مدیریتي مهارتونو چې دفاعي او امنیتي برخه رهبري کوي او کابینه چې د دوی ملاتړ کوي، قدرداني کوم.

له لومړنیو رهبرانو څخه وم چې د داعش خطر مې مطرح کړ او د هغه یادونه مې وکړه. د افغان مقاماتو د لټۍ دروغجن روایت یا له هغه څخه بدتر له دې ناکاره شکبې (داعش) سره همکاري راته عجیبه ده.

تېر کال کومانډو ځواکونو له کندز، لښکرګاه، ترینکوټ او فراه څخه په بریالیتوب دفاع وکړه او زموږ ځانګړو قطعاتو طالبانو ته ماتې ورکړه او داعش یې نابود کړ.

داعش په افغانستان کې د هغه څه لپاره چې دوی یې خلافت بولي د مرکز په ایجاد کې ناکام شوي دي. داعش د ننګرهار جنوب، اچین، کنړ او توره بوړه کې د تېښتې په حال کې دی؛ داعش په افغانستان کې د له منځه تلو او نابودۍ په حال کې دی.

موږ د داعش د قلمرو او توانایي د نابودولو په حال کې یوو. موږ تېر کال ۱۵۰۰ ګډ ځمکني او ۳۰۰ هوایي بریدونه د هغوی په ضد وکړل. موږ د هغوی درې مشران او ۲۵۰۰ داعشي تروریستان له منځه یووړل او له ۲۰۰ څخه زیات یې نیول شوي دي.

له نیول شویو تروریستانو څخه زموږ موندنې او له اطلاعاتو(استخباراتي معلوماتو) څخه ګټه اخیستنه، زموږ ځانګړو نیونکو واحدونو ته زمینه برابره کړه چې د داعش په تمویلونکو، پلانونکو او ګومارونکو برید وکړي او هغوی ونیسي.

 موږ له داعش څخه د افغانستان نیول شوې خاوره بېرته ونیوله. د داعش له یو زر څخه زیات جنګي موضعګانې او ساختمانونه زموږ په عملیاتو کې له منځه تللي او د هغوی زیاتې وسلې او تجهیزات زموږ لاسونو ته راغلي. هغوی تېر کال ۹ ولسوالۍ په تصرف کې لرلې، اوس یوازې د داعش تروریستانو کوچنۍ ډله پاتې ده.

داعش خپل بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، د هغوی وسلې، اکمالات او جنګیالي مخ په تمامېدو دي. یوازېنی شی چې داعش ته پاتې دی په غرونو کې ایسار پاتې کېدل او له لوږې مړه کېدل دي. موږ د دې تهدید د له منځه وړلو لپاره د څېړنې او همغږۍ د میکانیزمونو د ایجاد په خاطر د سیمه ییزې هراړخیزې همکارۍ غوښتونکي یوو.

ښاغلو او اغلیو!

جرمي سازمانونه په ځانګړي ډول د نشه یي موادو کارتلونه، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ او زموږ ټولو لپاره بدنامي ګڼل کېږي. موږ متاسفانه په ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو د کښت ساحې زیاتوالی تائیدو، اما غواړو د نشه یي توکو د پروسس او قاچاق د مخنیوي او د فابریکو د نابودۍ په اړه خپل کوښښونه له تاسې سره شریک کړو. په تېرو ۱۱میاشتو کې له دوه ټنه زیات هیروین، ۶۴ ټنه مورفین، ۴۰۰ ټنه تریاک، ۲۵ ټنه چرس او زرګونه کیلوګرام  لومړني ترکیبي مواد ضبط او له منځه وړل شوي دي. په افغانستان کې د دې نیول شویو موادو ارزښت په مارکیټ ۳۵۲ میلیون ډالر اټکل شوی دی. دا د نشه یي موادو د پروسس د مرکزونو د لمنځه وړلو په برخه کې زموږ وروستۍ هڅې وې چې په دې برخه کې زموږ اراده بیانوي. موږ د ځانګړو ځواکونو او کومانډو په یو لړ عملیاتو کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو منابع نابودې کړي دي. دا عملیات به نه یوازې ادامه ومومي، بلکې زموږ د جامع څلورکلن امنیتي پلان مهمه برخه ده.  

زموږ هڅې ضروري دي اما کافي نه دي. افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی چې نشه یي توکي زموږ د ګاونډیو هېوادونو له لارې قاچاق کېږي. موږ له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې په چارو کې له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر  UNODC څخه غواړو چې په سیمه کې د چاقاق د سلنې، د کروندګرو په منځ کې د ګټې د وېش، پروسس کوونکو، قاچاقچیانو، ټرانزیټ کوونکو او مصرفونکو هېوادونو په اړه اټکلي ارقام له موږ سره شریک کړي. د اوسنيو نشه یي موادو د مالي تجارت له ګټو سره تقابل چې د ادعاوو لمخې یې عمده برخه اروپا ته انتقالېږي، یوه ننګونه او په بین المللي سطحه مهمه وظیفه ده. موږ ټول په دې برخه کې ګډ مسوولیتونه لرو او افغانستان چمتو دی له ټولو ښکېلو اړخونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

اجازه راکړئ د سیمه ییزه اتصال موضوع ته وروګرځم. لومړی راځئ ومنو د هغو کلونو ثمره چې هڅه مو کړې حاصله شي، موږ نور د «خبرو کولو» په اړه خبرې نه کوو. موږ په واقعیت کې سیمه ییزې همکارۍ ته تحقق وربښلی دی. اجازه راکړئ په دې برخه کې لنډ مثالونه بیان کړم.

لومړی، انرژي؛ د انرژۍ د انتقال لینونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. د ډسمبر په څلورمه به د ازبکستان د جمهوررئیس سره موافقتنامه لاسلیک کړم چې د یو زر میګاواټ نورې برېښنا د انتقال او جریان زمینه به برابره کړي. افغانستان معتقد دی چې کولای شي له ۵ نه تر ۱۵ زره میګاواټه پورې د برېښنا انرژي  له مرکزي اسیا څخه د دې هېواد له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي چې کاسا زر پرژوه یې یوه بارزه بېلګه ده.

طبیعي ګاز، د ټاپې ګازو نل لېکه چې څېړونکو د یوه خیال او نه ختمېدونکي خوب په توګه اعلان کړې وه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې هرات ته رارسېږي او موږ د هغې د پراخوالي انتظار کوو چې په نهایت کې به د پاکستان له لارې هند ته د ګازو د انتقال شاهد واوسو. د کاسازر پروژې د تطبیق په جدول کې افغانستان یو کال مخکې دی او دا پروژه د تعین شوي مسیر مطابق د اجرا په حال کې ده.

ترانسپورټ؛ په لومړي پړاو کې به چابهار په څو راتلونکو ورځو کې پرانیستل شي او په افغانستان کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ اتصال په چټکۍ سره د بشپړېدو په حال کې دی. موږ له هند او چابهار سره د بحري دهلېز د جوړېدو منتظر یوو. په همدې ترتیب موږ په دې چې ازبکستان او قزاقستان ته د ایران او تر هغې زیات د وصلېدو زمینه برابره کړو، د خوشحالۍ اظهار کوو.

هوایي دهلیز؛ د هند په امرتسر [د اسیا زړه شپږمه ناسته] کې یواځې یوه طرحه وه چې په حقیقت بدله شوه. فکر کوم چې د پالېسیو  یو تر ټولو چټک تحول دی. له ۷۰۰ ټنه زیات محصولات د دې هوايي دهلیز له لارې انتقال شوي دي. اوس موږ تر خلیج پورې د پراختیا په حال کې یوو، دغه راز انتظار لرو تر باکو پورې ورسېږو. موږ تېره ورځ تاشکند ته دلومړنی الوتنې پرانیسته وکړه.

د اوسپنې پټلۍ؛ د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ د اقینې بندر ته رسېدلی او لکه څرنګه مو چې د خواف-هرات یادونه وکړه، انتظار لرو دا بهیر به په سرعت سره تکمیل شي، خو موږ اوس د بیو پر ټیټوالي د کار په حال کې یوو، ترڅو ازبکستان او قزاقستان له ایران، پاکستان، چین او ټولو ذکر شویو هېوادونو سره وصل کړو. د اوسپنې پټلۍ پنځه اړخیزه طرحه له مرحلې څخه د تمویل او تطبیق په حال کې ده. او البته د لاجوردو دهلیز ښاغلی جمهوررئیس [د اذربایجان جمهوررئیس ته خطاب:] زه به هېڅکله د شیکاګو په کنفرانس کې ستاسې وینا چې په هغې کې تاسې د ملاحظې وړ هوایي دهلیز د ممکنه جوړېدو په ځانګړي ډول د اتصال موضوع تعهد وکړ، هېره نه کړم. ویاړ لرم ووایم افغانستان، اوس له ۲۰۱۷ کال وروسته د مرکزي اسیا او قفقاز حوزې یو نه بېلېدونکی غړی دی او موږ  په دې برخه کې د همکاریو زیاتولو په لټه کې یوو.

یوه ګټونکې پاڼه هم شته؛د افغانستان د منرالونو شتمني د انکشاف انتظار کوي او زموږ د اوبو منابع کرنیز باالقوه ظرفیت لري او د اهمیت لرونکې دي. خو د دې ټولو پر وړانډې یوه تراژیدي شته؛ (افغانستان) ته د خدای له لوري د ورکړل شویو نعمتونو سره د ځمکې پر مخ یو له بډای او شتمنو هېوادونو څخه دی، خو د ځمکې پر مخ یې د ژوند ځای یو تر ټولو فقیرو اجتماعاتو څخه دی. یواځي سیمه ییزه همکاري کولای شي موږ له فقر څخه هوساینې ته ورسوي؛ بهرنۍ مرسته به له دې سره کومک ونه کړي. موږ رهبران یوو چې کولای شو خپلو خلکو ته نجات ورکړو؛ سره له دې چې موږ د هغې غوښتونکي یوو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) قوانین زموږ د ټولو لپاره دي چې ازادانه، تجارت، تعامل او ګټه ولرو.

اجازه راکړئ د  وروستۍ او مهمې موضوع په اړه خبرې وکړم؛ سوله په «کابل پروسه» کې. سوله زموږ لپاره ضروري امر دی نه یو تفنني امر؛ دا یوه جزيي غوښتنه نه ده. زموږ درد او غم او په عین حال کې زموږ اراده حد او پوله نه پېژني. اجازه راکړئ د هغې مور کېسه درته وکړم چې خپل څلور ځامن یې (د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې) له لاسه ورکړي وو. ما ترې وغوښتل چې خپل پنځم ځوی (د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو) ته ونه لېږي؛ د هلمند ولایت څخه ده. ماته یې مخ راوګرځاوه او وې ویل: که چېرې مې دا پنځم ځوی ونه جنګېږي، نو څوک به وجنګېږي؟ څوک به د دې ملت له عزت نه دفاع کوي؟ نو له همدې امله راشئ او زموږ اراده درک کړئ؛ په همدې ترتیب که چېرې شریک هم پیدا نه کړو، زموږ اراده ټینګه ده.

سوله د درې بنیادي مؤلفو لرونکې ده.

لومړی– د طالبانو ډلې؛ موږ خبرې اترې کړي او له هغوی غواړو چې په دې سیاسې بهیر کې ګډون وکړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان خلک تصمیم ونیسي چې څو فیصده ترې ملاتړ کوي. که هغوی کولای شي جمهوري ریاست لاسته راوړي، دا ورته یو فرصت دی؛ که چیرې هغوی کولای شي خپل عضویت په پارلمان کې تثبیت کړي، دا د عمل میدان دی. پرېږدئ رأی د مرمۍ ځای ونیسي. دا تاوتریخوالی ګټونکی نه لري، هرڅومره چې په تاوتریخوالي لاس پورې کړي، تر ټولو زیاته کرکه او غوسه به ولري. زه په مسوولانه ډول دا خبرې بیانوم؛ ځکه کولای شم خطر ومنم. ځایناستی به مې د خلکو ارادې ته مصمم او متعهد اوسي چې د سولې په پروسه کې به مصروف نشي. طالبان باید درک کړي چې وخت نه لري، غوره به وي «ساعت» ترلاسه کړي.

دویمه مؤلفه- له پاکستان سره سوله ده. دولت په دولت هر اړخیزه خبرې زموږ د متقابلې دفاع او زموږ د متقابل امنیت او هوساینې لپاره ضروري ده. موږ د پاکستان لوی درستیز سره هغه وخت چې افغانستان ته راغلی وو، درې حیاتي موضوعګانې برجسته کړې؛ نیت، اراده او ظرفیت. موږ د لومړي ځل لپاره داسې پاڼې ترلاسه کړې وې چې د خبرو اتر لپاره یې د هیله مندۍ یو اساس رامنځته کړی وو، خو له هغه وخت نه تر دې مهاله موږ د ترټولو سخت جنګ شاهدان وو. هیله لرم چې دا د یوه جنګ وروستي دردونه وي، نه هغه نیت چې په دې بهیر کې د نه ګډون بیانونکی وي. موږ د تېر زندانیان نه یوو او له خپلو پاکستاني سیالانو او همکارانو غواړو چې راتلونکي ته نظر وکړي، هغه راتلونکی چې د متقابلو ګټو او متقابلې هوساینې نه ډک وي.

وروستۍ مؤلفه- جرمي شبکې دي. د هغو جنګیالیو تاریخي مخینه چې اوس یې شمېر زر تنه اټکل شوی دی، شتون نه لري. موږ څه ډول له دوی سره سوله وکړو؟ دوه ورځې مخکې موږ شپږ چیچنیایان د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې ونېول. موږ د حاضرې ناستې د محترمې ډلې څخه غواړو چې د خپلو هېوادونو هغه مسوولیتونه چې وګړي یې دریمګړي هېواد ته ځي او جنګېږي مشخص کړي او په مشترکو مسوولیتونو دې زموږ سره مرسته وکړي. موږ ټول هغه خلک چې نېولي دي (خپلو هېوادونو ته) تحویل کړي او موږ به خپل دغه کار ته دوام ورکړو؛ ځکه موږ د هغوی سره د همکارۍ په لټه کې یوو، خو [‌‌د ملګرو ملتونو سازمان همکارانو ته په خطاب] همکاري د بین المللي قانون مطابق د هېوادونو مسوولیت دی. دا مهمې خبرې اترې دي، ځکه چې ټولې داخلي سیاسي شخړې د قدرت د تقسیم او چوکاټونه د حقونو او وجایبو د حل په خاطر دي. د هغو کسانو لپاره چوکاټ چې غواړي تاسې مات کړي او له تاسې د خپلو ناوړه طرحو په خاطر استفاده وکړي، څه ده؟

«کابل پروسه»- موږ به د جنورۍ په ۲۵ نېټه [۱۳۹۶ د دلوې ۵] د کابل پروسې چې د سولې په اړه ده د دویمې ناستې کوربانه شو. لومړی اجازه راکړئ د کابل پروسې لومړۍ ناسته کې ستاسې له حضور څخه، بې نهایته مننه وکړم. کابل د ۲۰۱۷ کال د مۍ په ۳۱مه [۱۳۹۶ د جوزا په ۱۰] په یوه کشتارګاه (مسلخ) بدل شو، که چېرې د هغو ۱۳ تنو افغان پولیسو زړورتیا او مېړانه نه وای، دا (حادثه) به د ګینس ریکارډ په کتاب کې د بین المللي ټولنې د تر ټولو بد رنځ په توګه ثبتېده. دا برید د متمدنې ډیپلوماسۍ پر ټولو نورمونو برید وو. موږ یو عظیم تاریخ لرو- زرګونه کلونه- چې په هغې کې سفیران تل خوندي وو، خو (په دې برید سره) نقض شول. موږ د یادې پېښې د بین المللي ارزونې او مسوولو شبکو په اړه د تحقیق غوښتونکي یوو؛ ځکه دا ایجابوي هغه وخت چې موږ په جمعي ډول تر برید لاندې نېول کېږو، باید یو جمعي ځواب هم موجود وي.

کابل پروسه، له شبکو یوه شبکه ده. د دې پروسې مانا داده چې د سولې  د ملاتړ نورې هڅې یوځای او د یوه چتر لاندې منسجمې شي. د سولې پروسې رهبري او مالکیت باید د افغانستان حکومت په لاس کې وي. موږ د هېواد منتخب رهبران یوو او هېڅوک باید زموږ حاکمیت تر پوښتنې لاندې را نه ولي. شریکان له شریکانو سره په خپلواک ډول کار کوي؛ هغه مهال چې تاسې موږ په رسمیت پېژنئ او (زموږ په هېواد کې) سفارت لرئ، د پروسو په پرمختګ کې باید له موږ سره همغږي وشي. دا یو ضروري مسالمت امیزه چلند دې.

لکه څنګه مې چې وویل؛ سوله زموږ د هېواد ارزو ده، خو په هره اندازه چې جنګ دوام پیدا کړي او په غیرنظامي وګړو بې رحمانه بریدونه زیات شي، په همغه اندازه به عمومي چلند لا زیات سخت شي. موږ  باید درک کړو چې د افغانستان خلک د اذربایجان او نورو خلکو په څېر چې جنګ یې زغملې د نظریاتو او مفکورو لرونکي دي او هغه رهبران چې په یو دیموکراتیک هېواد کې یې انتخاب کړي باید د هغوی ارادو ته تسلیم وي. موږ مخې ته د حرکت اراده لرو او هیله من یم  وتوانېږو بریالي شوو.

اجازه راکړئ [جمهوررئیس الهام علي اوف ته په خطاب کې] ستاسې، د اذربایجان د حکومت، ټولو شریکانو، همکارانو او د ناستې له ګډونوالو په مننې نتیجه ګېري وکړم. موږ د ګټلو لپاره سیمه او د راتلونکو نسلونو د خوندېتوب لپاره فرصت لرو. دا امر د تأمل ارزښت لري؛ او ستاسې له ملاتړ او پاملرنې نه مننه کوم.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0