جمهوررئیس غني بخارا دولتي پوهنتون کې وینا وکړه

جمهوررئیس غني بخارا دولتي پوهنتون کې وینا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف ازبکستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې نن د بخارا ښار څخه لیدنه وکړه او د دې ښار په دولتي پوهنتون کې یې ډیپلوماتانو، استاذانو او د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو ته وینا وکړه.

د دغې وینا پرمهال د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف او یو شمېر لوړ پوړو مقاماتو هم حضور درلود، لومړی د بخارا دولتي پوهنتون رئیس طلاګانوف جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

نوموړي د یاد پوهنتون د اکاډمیکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل: دا مهال ۷۵۰۰ تنه محصلین په دې علمي بنسټ کې د علومو زده کړه کوي او موږ له بېلابېلو بین المللي پوهنتونونو سره علمي اړیکي لرو.

د بخارا دولتي پوهنتون رئیس حاضرینو ته د جمهوررئیس غني کاري او تحصیلي بیوګرافي ولوسته او د سیمه ییز سیاست، انکشاف او اصلاحاتو په برخه کې یې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه. وروسته د ازبکستان لومړي وزیراو د یاد پوهنتو رئیس د هېواد جمهوررئیس ته د افتخاري دوکتورا سند ورکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني د ازبکستان دولت او خلکو د ښه نېت او مېلمه پالنې څخه په قدردانۍ او هغه ته د افتخاري دوکتورا د ورکړې له امله د بخارا دولتي پوهنتون مسوولین وستایل.

د هېواد جمهوررئیس، افغانستان او ازبکستان دوه وروڼه او دوست ملتونه وبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د نوې صفحې پیل، د تلپاتې دوستۍ سمبول وباله.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، زما او د جمهوررئیس میرضیایف تازه اقداماتو سل کلن جلاوالی له منځه یووړ او په بېلابېلو برخو کې  د مناسباتو د لا زیاتې پیاوړتیا په برخه کې عملي او هراړخیز ګامونه اخیستل شوي.

هغه زیاته کړه، ازبکستان د بهرني سیاست په حوزه کې ښه بریالیتوبونه لاسته راوړي چې دغه هېواد به په سیمه او نړۍ کې زموږ په پیاوړي شریک بدل کړي. جمهوررئیس وویل: ازبکستان خپلو ګاونډیو ته د دوستۍ لاس غځولی او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تازه تحولات د دواړو ملتونو او دولتونو راتلونکې اړیکې تضمینوي.

جمهوررئیس غني د ځوان نسل د سالمې رهبرۍ، له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو د تمدني اړیکو، نرم قدرت او د ټیکنالوژۍ عصر، د ۲۰۰۸ کال اقتصادي بحران، عمده نړیوالو ننګونو، د سولې او ثبات د ټینګښت، تروریزم سره د مبارزې، د افراطیت او د هغه په مهارولو کې د سیمې هېوادونو او نړۍ د ونډې، د سیمې هېوادونو له لورې د متقابل وضعیت د درک، هوساینې او اقتصادي ودې په اړه خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

وروسته جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د بخارا د ارګ په ګډون، د اسماعیل ساماني هدیره، پای‎کلان تاریخي سیمه، میرعرب مدرسه، د بهاوالدین نقشبندي زیارت، د ورېښمینو غالیو د تولید مرکز او نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ازبکستان ته د خپل دوه ورځني سفر وروسته نن ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0