په کابل، هلمند او لغمان کې د تروریستي پېښو په اړه مطبوعاتي اعلاميه

ارګ، کابل: کابل، هلمند او لغمان نن د تروریستانو د جنایتونو شاهد وو چې د دغو برېدونو له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس محمداشرف غني د بریدګرو د مهارولو او د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه پر وخت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اقداماتو د ستاینې ترڅنګ په ټینګار وایي، تروریستان تر بل هر وخت کمزوري شوي او زموږ وسلوالو ځواکونو یې منابع په نښه او نابودې کړې دي.

د هېواد جمهور رئیس څرګندوي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریستانو د ټولو ډلو پر وړاندې د هغوی د نابودۍ په موخه تهاجمي او جدي عمل کوي چې تروریستي ډلې به په هر ځای کې په نښه او نابودې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس دخدای تعالی په دربار کې د یادو پېښو د شهیدانو روح ته د فردوس جنت او ټپیانو ته  د ښې روغتیا هیله کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0