جمهوررئیس غني د برېښنا د منسجم سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ

جمهوررئیس غني د برېښنا د منسجم سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ

د قانون حاکمیت او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي شورا غونډه نن له غرمې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې یما ترابي په ادارو کې د اداري فساد پرضد مبارزې د ملي ستراتېژۍ د تطبیق په برخه کې د عمل برنامې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، موږ په دې اړه له بېلابېلو ادارو سره په اړیکه کې یوو چې ځینو وزارتونو خپل پلانونه له موږ سره شریک کړي دي او په مقدماتي ناستو کې ښې لاسته راوړنې لرو.

جمهوررئیس غني د یادې موضوع په اړه وویل: د پوهنې او کورنیو چارو وزارتونه چې زیات لګښت یې درلود تر تحلیل لاندې دي، تر څو د اصلاحاتو راوړلو په برخه کې د هراړخیزه اقداماتو په اساس اړوند وزارتونه له فساد پاک او په کاري بنسټونو بدل شي.

د غونډې په دوام د اداري فساد پرضد د ملي مبارزې ستراتېژۍ  پر سند د عدلي او قضایي مرکز پر مشاهدو هراړخیز بحث وشو او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دې بنسټ لاسته راوړنې وستایل شوې.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د عدلي او قضایي مرکز د لاسته راوړنو  هراړخیز ملاتړ باید وشي او دغه راز دې حکومت د دې مرکز او کارکوونکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې حکومت اساسي اقدامات تدابیر ونیسي.  

غونډې پرېکړه وکړه چې د عدلي او قضايي مرکز د امنیت د ټینګښت لپاره دې لازم تدابير ونیول شي. د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم او د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په بله برخه کې باري سلام په افغانستان برېښناشرکت کې د اداري فساد د زیان پېژندنې په اړه د میک ادارې راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې په دې ارزونه کې د حقوقي جوړښت، د شرکت مدیریت، تشکیلاتي جوړښت، د بشري سرچینو د مدیریت سیستم، د تمویل کوونکو د وجهي مدیریت سیستم، د شکایاتو اورېدو میکانیزم، د برېښنا د وېش پروسه او په دغه بنسټ کې د اداري فساد پرضد مبارزې داخلي او بهرنۍ پالیسي شامله ده.

دغه راز په دې اړه زیاته شوه چې د برېښنا شرکت حقوقي جوړښت د انرژۍ او برېښنا د خدمتونو تظیم له قانون سره په ټکر کې دی او د دې شرکت مدیریت هم ځانګړې ستونزې لري. په یاده ارزونه کې د ستونزو د حل په خاطر مشخص وړاندیزونه مطرح شوي دي.

په یاده ارزونه کې د برېښناشرکت اساسنامې او نورو تقنیني اسنادو د تعدیل، د دولتي شرکتونو لپاره د جلا قانون تصویب او وضع کول، د برېښنا شرکت مدیره پلاوي او سهم لرونکو غړو تفکیک او جلاوالي، د دې بنسټ د تشکیل بیاکتنې، د اداري فساد پرضد مبارزې د پالیسۍ په طرحه او ترتیب کې له کمیشن کارۍ څخه د مخنیوي په اړه عمده وړاندېزونه مطرح شوي دي.

د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب د اداري فساد پرضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمیټې راپور په اړه خبرې وکړې وې ویل، د دې راپور له ځینو برخو سره موافق دی، د دې بنسټ راپور ځانګړې ستونزې هم لري.

هغه وویل، د تحقیق په خاطر د ټیټ رتبه کارکوونکو سره مرکې شوي چې دقیقې نه دي، دغه راز د راپور په بېلابېلو برخو کې واقعي معیارونه په نظر کې نه دي نیول شوي.

هغه زیاته کړه، موږ په برېښنا شرکت کې د اصلاحاتو راوړلو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوو او د خلکو شکایتونو اورېدو ته هم رسیدګي کېږي. هغه ټینګار وکړ، دا اداره د لومړي ځل لپاره له خلکو څخه د عوایدو په راغونډولو کې په موثر ډول بریالۍ شوې ده.

د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش په دې اړه خبرې وکړې او د میک راپور هرکلی یې وکړ وې ویل، اړتیا ده چې عمومي افکارو ته د برېښنا شرکت د جریان په اړه دقیق معلومات ورکول شي. هغه زیاته کړه برېښنا شرکت ستونزې او خلاوې لري چې په اساسي اقداماتو سره لېري کېدلی شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د یادې موضوع په اړه وویل: موږ د میک راپور هرکلی کوو. هغه زیاته کړه دا بنسټ کولای شي له ادارو سره په همکارۍ کې خپله بشپړه خپلواکي وساتي، په راپورونو کار وکړي چې دا طریقه د اصلاحاتو په راوستو کې موثره واقع کېږي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د برېښنا شرکت د فعالیتونو قانون تغیر ته اړتیا لري، ځکه اوسنی قانون ځواب ویونکی نه دی. هغه ټینګار وکړ د مديره پلاوي اوسهم لرونکو ترمنځ باید واضع تفکیک رامنځته شي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، د برېښنا شرکت اړوند قانوني مسایلو په اړه دې د استاد محمدسرور دانش تر نظر لاندې بحث وشي او دغه راز دې کمېټه په جلا ډول پر جوړښتونو کار وکړي، هغه لارښونه ورکړه چې په څلور اوونیو کې دې د اصلاحاتو په اړه جامع راپور ترتیب او وړاندې کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه چې د برېښنا شرکت کاري جوړښت باید واضح او بیا وکتل شي. هغه وویل چې پر مشخص موډل دې کار وشي، ترڅو د برېښنا د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ عواید په سم ډول راټول او ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټول شي.

جمهوررئیس د برېښنا شرکت سره د مشورتي کمپنیو له کار څخه خپله ناخوښي په ډاګه کړه او په راتلونکي کې یې د دې کمپنیو پر مثبت رول ټینګار وکړ.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، افغانستان په تېر کې د برېښنا په ۹ جزیرو وېشل شوی وو او اوس اړتیا ده چې دا جزیرې د برېښنا پر یوه متمرکز سیستم بدلې شي. هغه وویل، زموږ موخه دا ده چې افغانستان د برېښنا پر انتقالي مرکز بدل کړو.