مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانود تروریستي بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان او  زموږ کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

 د افغانستان اسلامي جمهوري دولت زموږ غمجنو او ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي چې له همدې امله به نن  (د یوې ورځې لپاره)په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د ښې رسیدګۍ په موخه سبا یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلانوي. همدارنګه به بل سبا یانې د سه شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم  مراسم پرځای شي.

شریک کولShare on Facebook177Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0