جمهوررئیس غني د اوبو د کموالي او د مالدارانو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې وکړې

جمهوررئیس غني د اوبو د کموالي او د مالدارانو ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د هرات، بادغیس، جوزجان او فاریاب ولایتونو د یو شمېر  مشرانو، متنفذینو او د کوچیانو له استازو سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

د غونډې په پیل کې د نورو په استازیتوب منورشاه بهادري له جمهوررئیس څخه له دې امله چې د خلکو استازي یې خپل حضور ته ومنل او د هغوی غوښتنې اوري، مننه وکړه، هغه د یادو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوچیانو او مالدارانو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې  کړې.

وروسته ښاغلي دستګيري د هرات، حاجي جمعه سعیدبای د اندخوی، حاجي رنګین خان د بادغیس، نظرمحمد اسحاقزي د فاریاب، شیرمحمد نور د جوزجان او محمدعارف نورزي د کوچیانو په استازولۍ خبرې وکړې.

دوی په یادو ولایتونو کې د څارویو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بدیلې لار د لټولو، د خوراکي توکو د بېړني او عادلانه وېش، د اوبو د زیرمو لپاره د مناسبو ځایونو د جوړولو،  له غاصبینو څخه د څړځایونو د خوندي کولو، دبادغیس ټولو ولسوالیو ته د ولسي تړون پروګرام د پراخولو، بازارموندنې، کوچیانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، په ټاکنو کې د ګډون په خاطر دوی ته د تذکرو د وېش په خاطر د ځانګړو اقداماتو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د هېواد جمهوررئیس د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته دوی ته د هرکلي ترڅنګ  وویل، د وچکالۍ ستونزې ته د رسیدو په خاطر  یې د کرنې وزارت ته لازمې لارښوونې کړي دي. هغه زیاته کړه، زه به په نږدې وخت کې د ترکمنستان د جمهور رئیس سره د مالدارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه  خبرې وکړم .

محمداشرف غني څرګنده کړه، په هېواد کې د څړځای ستونزه د ۱۱ میاشتو لپاره ده او باید د دې ستونزې د اساسي حل په خاطر اقدامات وشي، هغه د هېواد له مالدارانو وغوښتل چې په  دې برخه کې دې خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

جمهوررئیس غني د اوبو ستونزې د بیړني حل په خاطراړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې له ارزونې وروسته عاجله طرحه جوړه او له ده سره شریکه کړي.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد د ټولو قول اردوګانو لپاره دې د هېواد له مالدارانو څخه په مناسبه بیه د دوی مالونه وپیري، ترڅو مالداران د مالي زیان سره مخ نشي.

جمهوررئیس د پوهنې او روغتیا په برخه کې اړوندو د ارګانونو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې ترڅو په یادو ولایتونو کې د کوچیانو ستونزې طبقه بندي او د لومړیتوب له مخې دې ورته رسیدګي وشي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د نفوسو د احوالو ثبتولو او مرکزې احصائیې ادارو ته لارښوونه وکړه چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې دې دتذکرو د وېش په خاطر  یوه ټول شموله طرحه برابره  کړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0