د اقتصاد عالي شورا د هغو ځمکو د وېش لپاره د څارنیز میکانیزم په جوړولو ټینګار وکړ چې پر صنعتکارانو وېشل کېږي

د اقتصاد عالي شورا د هغو ځمکو د وېش لپاره د څارنیز میکانیزم په جوړولو ټینګار وکړ چې پر صنعتکارانو وېشل کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د کرکر او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو او د غوري سمنټو د فابریکو د تسلیمي او د حسابونو د تصفیې لپاره پر عملیاتي پلان، وړاندیزونو او راپور، د غزني ولایت د زرکشان کان د مسو او طلا کان د داوطلبۍ په پروسې، د کود و برق فابریکو د تصدۍ په تطبیقي وړاندیزونو، د شبرغان د ګاز لرونکو ساحو د بیا رغاولو په پروژې او د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې پر ټاکل شوې بیې او د وېش پر طرحې بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د غوري سمنټو د فابریکو او د کرکر او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو په اړه د حسابونو د تصفیې د عملیاتي پلان د تطبیق د اړتیا په هکله وویل، قراردادي کمپنۍ باید د سمنټو لومړۍ او دویمه فابریکه بیا رغاولې او درېیمه فابریکه  جوړه کړې وای خو په دې کار بریالي شوي نه دي، باید راتلونکومیاشتو کې ورسره حسابونه تصفیه شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، یوې مناسبې حللارې ته د رسېدو په خاطر ښه داده چې د ذیدخلې کمپنۍ ستونزې هم واورېدل شي او بیا یې په رڼا کې پرېکړه وشي.

جمهوررئیس غني وویل، دغې کمپنۍ له قانون څخه سرغړونه کړې او لارښوونه یې وکړه چې دغې کمپنۍ سره د حسابونو د تصفیې لپاره دې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بین الوزارتي کمېټه جوړه شي.

په دویمه برخه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې وزیرې د غزني ولایت د زرکشان د مسو او طلا کان د داوطلبۍ بهیر په اړه وویل، د طلا د کان پخوانی قرارداد ارزول شوی او د دلایلو په وړاندې کولو سره یې ذیدخلې کمپنۍ سره د شوي قرارداد د فسخه کولو او بیا داوطلبۍ وړاندیز وکړ.

 د اقتصاد عالي شورا د کانونو او پټرولیم وزارت دا وړاندیز چې د طلا کان دې بیا اعلان ته ورکول شي په پرنسیپ کې تائید کړ. جمهوررئیس غنی لارښوونه وکړه چې د مالیې، اقتصاد او کانونو وزارتونو ګډه کمېټه دې جوړه او له قراردادي کمپنۍ سره دې د کار پر شرایطو خبرې وکړي او که چېرې یاده کمپنۍ کار ته چمتو نه وي، قرارداد دې بیا ځلي اعلان شي.

د دې په دوام، د مالي، تولیدي او د بازار د رقابتي وضعیت په اړه د کود و برق تولیدي فابریکې تصدۍ وړاندیز غونډې ته وړاندې شو. د کانونو وزارت مسوولانو وویل، دغې فابریکې اوږده کلونه له کومې ګټې  پرته فعالیت کاوه.

د کانونو وزارت مسوولانو وویل، دا چې د دغې تصدۍ فعالیت په اوږد مهال کې اقتصادي نه دی، وړاندیز کېږي چې عامه او خصوصي مشارکت  دې په ګډه  یوه نوې فابریکه جوړه کړي.

هغوی وړاندیز وکړ چې د ۱۳۹۶او ۱۳۹۵کلونو زېرمه شوی کود دې په کرنې وزارت خرڅ شي، همدارنګه د کود و برق تصدۍ فابریکې بیا رغاول غیر اقتصادي تمامېږي، ښه داده چې په اوږد مهال کې د عامه او خصوصي مشارکت او سنجش وروسته، په کال کې د ۳۰۰زره ټنو په ظرفیت نوې فابریکه جوړه شي.

د اقتصاد عالي شورا د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا وړاندې شوي پیشنهادونه تائید کړل. جمهوررئیس وویل، په دغه برخه کې تخنیکي سلاکار ته اړتیا ده، چې د تصدۍ فعالیت و ارزوي او غونډې ته واضح بدیلونه وړاندې کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د بیې ټاکلو طرحه وړاندې کړه، چې له هر اړخیز بحث وروسته جمهوررئیس وویل، ځمکه وړیا نه وېشل کېږي، خو د ځمکې بیې باید واقعي بینانه وي او بیا دې بیه وټاکل شي.

د اقتصاد عالی شورا پرېکړه وکړه، چې د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوررئیس مشاوریت او د سوداګرۍ خونه دې صنعت کارانو ته د ورکړل شوې ځمکې د فعالیتونو د څارنې یو میکانیزم جوړ کړي.