د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ تصویب شو

د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ تصویب شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه چې په کې د کابل ښار د ډیزاین د چوکاټ پر طرحې او د شهید مزاري او عرفاني سړکونو د پراختیا لپاره د بدیل جایدادونو د وېش پر پلان جوړونې بحث او خبرې وشوې.

د غونډې په پیل کې د ساساکي ټیم د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل ښار د ډیزاین د چوکاټ طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل: یاده طرحه د جایکا د طرحې پر ځای منل شوې او په پنځو برخو کې ډیزاین شوې ده چې د انکشاف چوکاټ، د دارالامان د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د شهید مسعود د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د زیربنایي شبکو د چوکاټ انکشاف او تطبیقي لارښوونې په‌کې شاملې دي.

وروسته د ښار او کور جوړولو وزارت د ښار جوړولو ریاست سرپرست ذکي سرفراز خبرې وکړې وې ویل، دا روښانه او بشپړه طرحه ده چې له یونیم کال راهیسې د ښار جوړولو وزارت له ساساکي ټیم سره یوځاې ورباندې کار کړی. هغه زیاته کړه، د یادې طرحې تطبیق لپاره ظرفیت، د مقررو ترتیب، د جایدادونو مدیریت، د هغه په تطبیق کې د عامه او خصوصي مشارکت په خاطر د ځانګړي چوکاټ جوړولو او د تطبیق لپاره یې بودجې ته اړتیا ده.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ښارو جوړولو وزارت، د ساساکي ټیم او د ښار جوړولو ریاست سرپرست څخه د مننې ترڅنګ، د کابل ښار د ډیزاین د چوکاټ طرحه تصویب  کړه.

جمهوررئیس غني له یادې طرحې هرکلی وکړ وې ویل، اوس د کابل ښار د انکشاف په موخه واضح لیدلوری رامنځته شوی دی. هغه د ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې یاده طرحه دې په ټولو جزئیاتو سره په پښتو او دري وژباړي او وروسته دې په یوه ستره غونډه کې له کابل ښاریانو سره شریکه شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، ژر بشپړېدونکي پروژې دې مشخصو ادارو ته وسپارل شي او د هرې ادارې مسوولیتونه او وظایف دې مشخص شي.

وروسته د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ رئیسې سحر همدرد د شهید مزاري او عرفاني سړکونو د پراختیا لپاره د بدیل جایداد د وېش پلان په اړه غونډې ته دوه طرحې وړاندې کړې.

اغلې سحر زیاته کړه، دواړه طرحې د قورغ غره په لمن کې ډېزاین شوي چې یوه یې د ټولو اسانتیاوو سره د استوګنې ۴۰۳ نمرې او دویمه یې د ساساکي لارښودې طرحې په اساس په ۱۶۳ جریبه ځمکه کې ترتیب شوې ده چې ۴۵۵ تجارتي او استوګنېزې نمرې لري.

غونډې له هراړخېزو بحثونو وروسته دویمه طرحه تائید او څرګنده یې کړه، د استوګنې د بلاکونو او حوېلیو ډولونه دې تثبیت شي، زرغونه او سوداګریزه سیمه دې تفکیک او دغه راز دې د تطبیق وړ سیمه کې د خاورې پېژندنې او د اوبو رسولو، فاضلابو او لمریزې انرژۍ سیستمونه په پام کې ونیول شي.