د فراه د امنیتي وضعیت  د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

د فراه د امنیتي وضعیت  د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماسپښین د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یو شمېر استازو هم حضور درلود، په پیل کې د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د فراه د عمومي امنیتي وضعیت د څرنګوالي راپور او د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت په خاطر وروستي پلانونه وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې په تېرو دوو ورځو کې یې په فراه ولایت کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول او پرېنښودل چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي، قدراداني وکړه.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته د دښمن د ځپلو، د تهدیداتو د شنډولو او د ملکي وګړو د ساتنې په موخه د لا زیاتو هڅو لارښوونه وکړه.