د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني د وروستیو طبیعي پېښو په ځانګړي ډول په مرکز او ولایتونو کې د وروستیو سېلابونوله امله زیانمنو شویو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د کابل ښاروالۍ مسوولینو او نورو اړوندو ارګانونو د همکاري مننه وکړه او اړوند ارګانونه یې موظف کړل چې د سېلابونو د مدیریت په موخه د کابل سیند د بستر پاکولو په اړه عاجل اقدام وکړي.

د اجنډا مطابق د سولې عالي شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون رئیس محمدعمر داوودزي د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه د شویو اجرااتو راپور او منظم مهالوېش ته په پام د دغې جرګې د جوړېدو په ورځو کې د کمېسیون د راتلونکو تیاریو په اړه  غونډې ته معلومات ورکړل.

وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مرستیالانو په دې جرګه کې د ولایتي شوراګانو له لوري د مشورتي لویې جرګې د ګډون کوونکو غړو د ټاکنو د څرنګوالي او د والیانو د څارنې، د ټولنې بېلابېلو کټګوریو ته په پام  د ګډون کوونکو غړو د سهمیه بندۍ، د ګډون کوونکو د عمومي شمېر او د ښځو د مشارکت د سلنې، د ټاکنو د بودجې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د کابینې غړو ته معلومات ورکړل او د دې پروسې پر وړاندې پرتې ستونزې یې مشخصې او د حل په موخه یې د کمېسیون پرېکړې غونډې ته وړاندې کړې.

د کابینې غړو د مشورتي لویي جرګې د جوړولو کمېسیون  د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ، د مشورتي لویې جرګې د ښه ترسره کېدو، د ملي او مهمو مسایلو په تصمیم نیولو کې د لویې جرګې ارزښتناک رول  او د هېواد په عنعناتو کې د جرګو مقام ته په پام د مشورتي لویي جرګې د لا ښه جوړولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون صلاحیتونو ته په اشارې یې دولتي ارګانونه موظف کړل چې د سولې مشورتي لویې جرګې د لاښه جوړولو په موخه له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي، دغه راز له دې فرصت څخه په استفادې ګډون کوونکو غړو سره د دوی سیمه ییزو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په زون وار ډول لیدنه وکړي.

وروسته کابل ښاروال او طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر مالي او اداري معین په هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د وروستیو سېلابونو د مدیریت، وروستیواقداماتو، پلانونو او اجرااتو د څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، په تېرو څو ورځو کې سختو بارانونو کابل ښاریانو او د ولایتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي چې د اوبو د نفوذ د مخنیوي او احتمالي ګواښونو په خاطر هڅې شوي، دغه راز سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې هم شوي دي.

دوی دې ډول پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په خاطر لنډمهاله او اوږدمهاله وړاندیزونه هم غونډې ته وړاندې کړل.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته اړوند بنسټونه موظف کړل چې په مرکز او ولایتونو کې د سېلابونو د مخنیوي او مدیریت په خاطر واضح میکانیزم او د سطحي اوبو د مدیریت طرحه ترتیب کړي، دغه راز یې کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې په کابل ښار کې د وروستیو سېلابونو زیانمنوشویو ته د موقتې استوګنې د ځایونو د برابرولو او رسېدنې په موخه ژر اقدام وکړي او د غونډې د یادونې مطابق دې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په راتلونکي کې بنیادي اقدامات ترسره کړي. دغه راز د نوښت په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار دې د سیمې د نورو هېوادونو تجربوته په پام سېلابونو څخه د مخنیوي او زیانونو د راکمولو په موخه هراړخیزه طرحه ترتیب او د اوبو او ځمکو عالي شورا ته دې وړاندې کړي.