جمهوررئیس غني: د شاه توت بند د جوړولو چارې به هم ژر پیل

جمهوررئیس غني: د شاه توت بند د جوړولو چارې به هم ژر پیل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام په سولې مشورتي لویه جرګه کې د کابل د خلکو منتخبو استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل. په پیل کې حاجي عبدالمجیب ساپي، سعیده الکوزۍ، رحیمه پوپلزۍ او عاطفه شکوري له جمهوررئیس غني څخه د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو او د سپین چک ورکولو له امله مننه وکړه او بېلابېلو برخو کې یې د جمهوررئیس لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.

دوی د مسلکي ښوونکو د استخدام، د انسان تښتونو، غلاو، غصب، د لارو د بندښت، د نشه یي توکو د پلور او فساد د مخنیوي، د پروژو د نه تطبیق، د شغلونو د ایجاد، برېښنا، د روغتونونو د تجهیز، سرکونو، د ژوند چاپیریال، د رسنیو د خپروونو د اصلاح، د ښوونکو د معاشونو، ولسوالیو کې د زیربنایي پروژو د تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. جمهوررئیس غني د کابل ښاریانو له کوربه توب، زغم اوپه سولې مشورتي لویه جرګه کې د فعال ګډون له امله مننه وکړه، هغه زیاته کړه، د کابل ښار انکشافي پلان او طرحه په شپږ ټوکو کې برابره شوې او د هغې له تطبیق وروسته به کابل بې جهته حرکت نه کوي.

جمهوررئیس د تاریخي هویت احیا ته په اشارې وویل، د عیدګاه جومات، ارګ، دارالامان او د اماني دورې د نورو تاریخي ماڼیو د بیا رغاونې چارې په چټکۍ روانې دي او د ملي خپلواکي د سلیزې د نمانځنې تر مراسمو پورې به بشپړې شي. هغه زیاته کړه، د شاه توت بند د جوړولو چارې به هم ژر پیل او کابل سیند به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې اساسي بدلون وکړي. د هیواد جمهوررئیس وویل، نوي سلنه دولتي ادارې او تاسیسات دارالامان سیمې ته  انتقالېږي او په کابل کې زرګونه جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې. همدارنګه به په نږدې راتلونکي کې لس زره کابل ښاریانو ته د ملکیت سندونه ورکړل شي.