جمهوررئیس غني په مشورتي لویه جرګه کې د افغان هندوانو د ګډون او فعال رول مننه وکړه

جمهوررئیس غني په مشورتي لویه جرګه کې د افغان هندوانو د ګډون او فعال رول مننه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغان هندوانو او سکانواستازو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، لومړی انارکلي هنریار د هندوانو او سکانو هیوادوالو په استازیتوب جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.

هنریار زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې بحثونه په ازاده فضا کې وشول او له جمهوررئیس غني څخه یې د خلکو نظریاتو ته د درناوي په خاطر مننه وکړه وې ویل، موږ تلپاتې او هغې سولې ته اړتیا لرو چې د لاسته راوړنو د خوندیتوب پر مبنا وي.

هغې د هندوانو او سکانو ښوونځیو ته د پوهنې وزارت د پاملرنې مننه وکړه او له جمهوررئیس یې وغوښتل چې په ننګرهار کې چشمه مقدس او په ننګرهار او غزني کې شمشان ته پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس غني د خبرو پرمهال د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغان هندوانو د ګډون او فعال رول مننه وکړه وې ویل، د جمهوري ریاست، ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له لارې ستاسو ستونزو ته رسیدګي کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په تېر او اوس کې د هیواد د اقتصاد پیاوړتیا کې د هندوانو د څرګند رول مننه وکړه.