جمهوررئیس غني اغلې ثریا دلیل پیاوړې افغان مېرمن وبلله

جمهوررئیس غني اغلې ثریا دلیل پیاوړې افغان مېرمن وبلله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام په کابل کې مېشتو یو شمېر سفیرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، جمهوررئیس غني مېرمن ثریا دلیل چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سکرتر جنرال مرستیالۍ ته نومانده ده، پیاوړې افغان مېرمن وبلله او له یادو سفیرانو څخه یې د نوموړې د ملاتړ هیله وکړه.    

د یادونې وړ ده چې اغلې ثریا دلیل د عامې روغتیا د وزیرې او په سویس کې د افغان سفیرې په توګه او همدارنګه بېلابېلو بین المللي ادارو سره د کار کولو بریالۍ تجربې لري.