جمهوررئیس غني: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي

جمهوررئیس غني: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، یوشمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتي لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.

جمهوررئیس غني ډاکټر خلیلزاد ته د ښه راغلاست او د هغه هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.

هغه همداراز زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا متحده ایالاتو همغږي زیاته شوې او په اساسي اودوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.

د هېواد جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه، په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ا فغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.

جمهوررئیس غني وویل، زمونږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یوازې په واقع بینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.

وروسته د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د جمهوررئیس له رهبرۍ مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمي په کچه هم اجماع رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د سولې پروسه همغږي او یووالي ته اړتیا لري.

ډاکټر خلیلزاد وویل، اوس نوي پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.

ډاکټر خلیلزاد وویل، د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.

په دغه کتنه کې سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو او په ملي شورا کې د خلکو استازو د سولې په اړه پوښتنې مطرح کړې او ډاکټر زلمي خلیلزاد د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړل.

په پای کې جمهوررئیس له ټولو ګډونوالو او د هغوی د فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسېدلې چې پر افغانستان لنډ مهال نه، بلکې منځمهال او اوږدمهال فکر وکړي او د واضح لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودلو اراده وجود نه لري.