د جمهوررئیس په مشرۍ د ټاکنو ملاتړي ګروپ سره د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس په مشرۍ د ټاکنو ملاتړي ګروپ سره د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه غونډه جوړه شوه

د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نړیوالې ټولنې او د حکومت ګډه غونډه  نن له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو تروریستي برید په سختو ټکو وغانده او یوځل بیا یې د قربانیانوکورنیو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټولو هیوادوالو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د غونډې د اجنډا مطابق  په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې لپاره  د بودجې د تدارکاتو پر موضوع د بحث پرمهال جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې له ځنډ پرته دې سر له نن څخه د تدارکاتو موضوع پیل شي او د ملي تدارکاتو کمېسیون دې  داړتیا وړ پاتې  تخنیکي لوازمو د برابرولو پړاوونه بشپړکړي.

همدارنګه د ټاکنو د بودجې پر موضوع له مفصل بحث وروسته د مالیې وزارت ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون  د بودجې جزئیات نن نهایي او په هغه کې به د دولت د بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو اندازه مشخصه شي.

د هیواد جمهوررئیس د ټاکنو پر شفافیت او د ټاکنو په پروسه کې د دولتي مسوولینو پر عدم مداخلې د ټینګار ترڅنګ، د ټاکنو بهیر دقیقه څارنه د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره ارزښتناکه وبلله او له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو اړوندو بنسټونو څخه یې په ټینګار د ټاکنو پروسې د هر پړاوو د دقیقې څارنې غوښتنه وکړه.