کنړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو په ګډون د ۲۱ تدارکاتي مواردو منظوري

کنړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو په ګډون د ۲۱ تدارکاتي مواردو منظوري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۲۳ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له بحث او غور وروسته له ۳،۶۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ مورده منظور کړل.

جمهوررئیس غني کنړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړولو پر پروژې د بحث پر مهال، د دغه سړک د قیرولو د کار د پیل په خاطر د نورستان خلکو ته مبارکي وویله او د ترانسپورټ وزارت له لوري یې د دغې پروژې پر هراړخیزې څارنې او تطبیق ټینګار وکړ.

په همدې حال کې ملي تدارکاتو ادارې، د هېواد د جمهوري ریاست ټاکنو د نوماندانو لپاره له بیمې سره یو ځای د زغره وال او هایلکس موټرونو د کرایه کولو لپاره د نرخ اخیستنې په اړه د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنیت لوی ریاست، د عامه ساتنې تصدۍ او ملي تدارکاتو ادارې استازو د ګډې کمېټې راپور وړاندې کړ. د راپور له اورېدو او هر اړخیز بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون د یادې کمېټې وړاندیزونه منظور کړل.

د دې تر څنګ د یو شمېر پروژو د تعدیل د منظورۍ پر وړاندیزونو هم بحث وشو، چې ملي تدارکاتو کمېسیون تر ارزونې او غور وروسته تائید کړل.

د انرژۍ او اوبو وزارت،ملي تدارکاتو کمېسیون ته د لغمان ولایت شاهي کانال د لومړي فاز د جوړولو پروژې د تړون د ورکړې په خاطر د لارښوونې غوښتنهوکړه چې کمېسیون له بحث او غور وروسته په پرنسیب کې منظور او دغه وزارت ته یې دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه دې خپل راپور راتلونکېغونډې ته وړاندې کړي.

سربېره پر دې د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت لوی ریاست اړوند د سمنګانو ولایت د کلورینیشن شبکې د ودانۍ، تحویلخانې،اداري دفتر ودانۍ او د ایبک ښار د اوبو رسونې شبکې د دویم فاز د پروژې د بیې د تصحېح د منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

کورنیو چارو وزارت، ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د تدارکاتي مرحلو او د پولیسو ځواکونو د اعاشوي او محروقاتي توکو د چوکاټي قراردادونو د تنظیم د پېشنهادي طرحې د لارښود غوښتنه وکړه چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته جمهوررئیس غني یاد وزارت ته لارښوونه وکړه، د دې وزارت د تخنیکي وړتیاوواو ظرفیت په اړه دې د هراړخیز بحث په موخه د جمهوري ریاست عالي مقام سره جلا ناسته تنظیم کړي.

بل پلو اقتصاد وزارت د دغه وزارت د پروژې جوړولو انستیتوت د ودانۍ جوړولو د پروژې د اضافه کارۍ، تعدیلاتو او ترسره شوي کار د پیسو د ورکړې په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.