د لیکوال او ژورنالیست محمد حسن ولسمل د وفات په مناسبت د جلالتمآب جمهور رئیس د ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان مبارز لیکوال او ژورنالیست محمدحسن ولسمل د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انا لله و انا الیه راجعون

 ښاغلي ولسمل د لیکوال، ژورنالیست او ملي مبارز په توګه د فرهنګ او ادب د بډاینې، د ټولنې د بیدارۍ او خلکو ته د ملي فکر او روحیې ورکولو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه او هلې ځلې وکړې.

مرحوم ولسمل ان د کډوالۍ پرمهال هم د هیواد، ژبې او فرهنګ لپاره  خپله قلمي او مطبوعاتي مبارزه جاري وساتله او د خپل عمر ډېره برخه یې د عامه اذهانو روڼولو او د ملي فکر روزلوته ځانګړې کړه. د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.

 د ده د وفات له امله د مرحوم ولسمل کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د افغانستان د فرهنګ او ادب ټولو مینه والو ته تسلیت وایم. اروا یې ښاده او جنتونه یې نصیب .

  آمین یا رب العالمین

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس، محمد اشرف غني