جمهور رئیس غني دناټو غړو هیوادونو سفیرانو سره وکتل

جمهور رئیس غني دناټو غړو هیوادونو سفیرانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ناټو سازمان غړو هیوادونو له سفیرانو سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دحکومت د چمتووالي او د سولې پروسه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس د ناټو سفیرانو ته د سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو سره د شويو بحثونو په اړه، معلومات ورکړل.

د دغې کتنې په پای کې د ناټو غړو هیوادونو سفیرانود افغانستان د سولې پروسې څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.