جمهوررئیس غني د ټاکنو امنیت د تامین لپاره د قول اردوګانو تیاری وارزاوه

جمهوررئیس غني د ټاکنو امنیت د تامین لپاره د قول اردوګانو تیاری وارزاوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام ملي دفاع وزارت کې د ویډیو کنفرانس له لارې د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره د قول اردوګانو تیاری وارزاوه.

لومړی، د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز او قول اردوګانو مسوولینو د رایو ورکولو مرکزونو د امنیت د تامین امنیتي تدابیر او پلانونه جمهوررئیس ته تشریح کړل او وې ویل، د افغانستان ملي اردو د ټاکنو د امنیت دتامین لپاره لازم چمتووالی لري.

جمهوررئیس د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو همېشنۍ قربانۍ او اتلولۍ وستایلې او وې ویل، د افغانستان عظیم ملت په تاسو بشپړ باور لري.

جمهوررئیس همداراز د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره د قول اردوګانو تیاری وستایه او وې ویل: بشپړ باور لرم چې چې د تېر کال د پارلماني ټاکنو د امنیت د تامین په څېر به د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت تامین کې بریالي شئ.

جمهوررئیس غني د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو ارزښت ته په اشارې زیاته کړه: د جمهوري ریاست ټاکنې د افغانستان لپاره برخلیک جوړونکې دي او په همدې دلیل افغانان باید بشپړ باور ولري چې په امن فضا کې خپلې رایې کارولی شي.

همدا ډول جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو امکاناتو څخه د غوره امنیت د تامین لپاره لازمه استفاده وکړي.