جمهوررئیس غني د ملي امنیت لوی رئیس استعفا منظور کړه

جمهوررئیس غني د ملي امنیت لوی رئیس استعفا منظور کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ننګرهار ولایت کې د وروستيو عملیاتو او په کابل ښار کې د نننۍ تروریستي پېښې په اړه، فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه، په پیل کې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د عملیاتو په نوم چې په پایله کې د یوې کورنۍ څلور تنه ځوانان ووژل شول، د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي استعفا منظور شوه.

جمهوررئیس غني د ملي امنیت لوی ریاست مسوولینو ته جدي لارښوونه وکړه چې په یاده پېښه کې خپل دخیل افراد وپېژني او د تحقیقاتو لپاره دې لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، ټول نظامي عملیات باید د هیواد پر نافذه قوانینو استوار وي او د دغو قوانینو په چوکاټ کې ترسره شي.

جمهوررئیس غني وویل، د دولت د لومړي مسوول په توګه ماته د هیڅ ملکي وګړي او شخص وژل د منلو نه دي او زه غواړم د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه دا پېښه تر اخره جدي تعقیب کړم.

جمهوررئیس وویل، که هر څوک او هر پوځي چارواکی په دغه پېښه کې ملامت وپېژندل شو، باید د قانون مطابق چلند ورسره وشي.

د هیواد جمهوررئیس د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د نننۍ تروریستي پېښې په اړه وویل، طالبانو په ډېرې بې شرمۍ او سپین سترګۍ د دې غمېزې مسوولیت ومانه. زما پیغام ملت ته همېشه د سولې پیغام دی او د طالبانو پیغام ملت ته تل د انتحار، انفجار او وحشت پیغام دی.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالب ددغه ډول وحشت په مقابل کې د خپلو خلکو، ملي ارزښتونو او وطن څخه د خپلو وینو په بیه دفاع کوي او د طالبانو په شمول به هیڅ جنایتکارې ډلې ته د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ د خلکو په برخلیک حاکم شي.#