جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ایران سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ایران سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس غني د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور زیاتوالي او همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا کې د ښاغلي محمد رضا بهرامي د هڅو ستاینه وکړه.

همداراز جمهوررئیس غني په راتلونکي ماموریت کې محمد رضا بهرامي ته د بریالیتوبونو هیله وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له جمهوررئیس غني د مننې ترڅنګ، په افغانستان کې پخپل ماموریت خوښي وښوده او د افغانستان د اقتصادي انکشاف لپاره یې د جمهوررئیس هڅې وستایلې.