د شانګهای د همکاریو سازمان په اتلسمه ناسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا پښتو ژباړه

د شانګهای د همکاریو سازمان په اتلسمه ناسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا پښتو ژباړه

د چنګداو ښار، چین

۲۰ غبرګولی ۱۳۹۷ | ۱۰ جون ۲۰۱۸

جلالتماب جمهوررئیس شي جینګ پینګ، د دولتونو، حکومتونو او سازمانونو محترمو مشرانو، اغلو او ښاغلو:

موږ د نړیوالې بې‎ باورۍ او ګډوډونکي تغیر د دورنما په مقابل کې سره ملاقات کوو. له نېکه مرغه د شانګهای د همکاریو سازمان  ماحول د تاریخ په اوږدو کې یوه پرانیستې مرحله تجربه کوي؛ هغه شیبه چې په هغه کې خلاقانه تغیر، د واقعبینانه اهدافو عملي تعقیب،  د ستونزو حل ته ژمنتیا او  د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ منظمه پراختیا د باور او همکارۍ د یوه نوي محیط او اعتما د رامنځته کېدو لامل ګرځي. په پایله کې د اوراسیا (اسیااروپا) قاره‎يي اقتصاد ظهور د پخوا په پرتله د تحقق په حال کې دی او د دې پرانېستې واقعي شیبې د پراختیا لپاره د یوې پېړۍ دوام لرونکی فرصت زموږ د خلکو لپاره موجود دی، خو د دې فرصت د لاسته راوړلو لپاره د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا متمرکزې سیمه ییزې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې پر اتصال او د هغه مخرب بدلون پر مهارولو متکي وي چې د بین المللي تروریستي شبکو او جنایتکاره سازمانونو له لوري موږ تهدیدوي. د ضرورت په اساس، د دې ډول ستراتېژۍ برابرول د افغانستان بالقوه ظرفیت او ستونزو پر  وړاندې د لیدلوري تغیر ته اړتیا لري.

که ساده ووایو، هغه جنګ چې زموږ پر وطن روان دی دا دی چې افغانستان باید یا د سیمه‏ییز اتصال او نړیوالې همکارۍ د بستر په ډول عمل وکړي او یا دې هم د تروریستي شبکو او جنایتکارو سازمانونو د ورانکارو طرحو او نقشو په خوندي ځای بدل شي. اجازه راکړئ دلایل وړاندې کړم ، سره له دې چې زموږ خلک د دې تپل شوې جګړې لوړه بیه ورکوي، څنګه زموږ نظرونه د همکارۍ او اتصال په بستر د بدلېدو لپاره د پام وړ ښه والي په حال کې دي.

لومړی، پر سولې د ملي اجماع د ایجاد له مخې موږ په قاطعانه ډول له طالبانو سره یوې سیاسي حل لارې ته ژمن یوو. د سولې لپاره زموږ بې شرطه وړاندېز جامع وو او خوشحاله یوو چې د افغانستان علماو د لومړي ځل لپاره دا چې جګړه ولې بنده شي،  ديني دلایل وړاندې کړل. دغه راز موږ له دې امله چې طالبانو زموږ د سولې وړاندېز د کوچني اختر په ورځو کې ومانه، د خوښۍ احساس کوو.  له هغه ځایه چې دا په تېرو ۲۳کلونو کې لومړنۍ وقفه ده، له تاسې غواړم چې له دې کړکۍ څخه په استفادې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړئ.

دویم، خوشحاله یوو چې زموږ بین المللي همکاران د یوه باثباته، سوله‎ییز، دیموکراتیک، ولسواک او خودکفا افغانستان د ملاتړ تصمیم لري. دسویلي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ستراتېژي د سولې او ثبات لپاره د شرایطو په مساعدولو کې د لوبې د اړخ بدلوونکې و. موږ په امنیتي برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چوکاټ زموږ د همکارانو او په اروپایي ټولنه کې زموږ انکشافي همکاران چې بروکسل کنفرانس یې هم تمویل کړ ، ټول هغه دوستان چې د دې مېز چاپېره حضور لري دوی هم پام وړ همکارۍ لرلې چې مننه یې کوو.  موږ  ستاسو له سخاوتمندانه ملاتړ  څخه زموږ د خلکو د ژوند د بدلون لپاره د موثرو او کاري  بنسټونو د پیاوړتیا او ټېنګښت له لارې چې ځواب ویونکي وي، استفاده کوو.

دریم، موږ د یوه باثباته او (نورو هېوادونو سره) د متصل افغانستان د اړتیا په برخه کې د یوې سیمه ییزې اجماع د ظهور شاهدان یوو. اجازه راکړئ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له هغو رهبرانو چې دلته حضور لري د دوی د سخاوتمندانه نظرونو او د دې ډول حرکت ایجاد چې د اقداماتو او پایلو د برجسته کولو لامل وګرځید، مننه وکړم. د جمهوررئیس میرضیایف په کوربه توب د تاشکند کنفرانس د سولې په برخه کې د سیمه‎ییزې همکارۍ یو تازه خوځښت معرفي کړ.

جمهوررئیس شي، لومړی وزیر مودي او جمهوررئیس میرضیایف، د جمهوررئیس ټرامپ او د نړۍ د نورو رهبرانو پاملرنه پر دې اړتیا چې افغانستان ته د همکارۍ په توګه وکتل شي، ورټوله کړه، له تاسې مننه.  د افغانستان په اړه د جمهوررئیس شي او لومړي وزیر مودي مذاکرات او د دوی د همکارۍ موافقې تازه انرژۍ تزریق کړې او موږ یې قادر کړي یوو چې بین المللي ستر مارکیټ ته د لاسرسي په خاطر د نړیوالې ودې د دې دوه ماشینونو له لارې د افغانستان د هوساینې لپاره یوه اجنډا ترتیب کړو. موږ له روسیې، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د دوه اړخیزو خبرو پر پیاوړتیا خوښ یوو. موږ له ایران سره د پنځو تخصصي کمېټو له لارې جامع بحث پیل کړی او د یوه چوکاټي سند په قالب کې مو د دې پرمختګ په مدغم  کولو خپله پاملرنه متمرکزه کړې ده. زه په دې برخه کې د جمهوررئیس روحاني د تعهد مننه کوم. له پاکستان سره  زموږ دوه اړخیزه خبرې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په ۱۴ نیټه د همبستګۍ او سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان تر عنوان لاندې (APAPPS) د چوکاټي موافقت‎نامې په لاسلیک بدلې شوي.

اوس موږ د تاوتریخوالي د کمولو، د سولې بهیر د چټکتیا، د تروریستي شبکو او جنایتکاره سازمانونو سره پر مبارزه، د همکارۍ پر پیاوړتیا او د سیمه‎ییز اتصال په برخه کې د دې موافقتنامې د عملي او واقعي  تحرک پر بدلولو تمرکز کوو.  د لوړ پوړيو پلاویو متقابلې کتنې د پرمختګ او بحث لپاره د چټک میکانیزم په توګه په کاغذ لیکل شوي دي. زموږ پرمختګونه د کاغذ پر مخ وو او موږ په محتاط ډول خوشبنیه یوو چې دغه د کاغذ د مخ پرمختګونه عملي جنبه پیدا کړي.

څلورم، د سیمه ییز اتصال په برخه کې زموږ اجنډا واقعي پرمختګونه لرل. افغانستان اوس درې وچ بندرونه لري چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ترکمنستان او ازبکستان سره وصلېږي او له ایران سره د اوسپنې پټلۍ څلورمه لیکه هم د جوړېدو په حال کې ده چې موږ (افغانستان)، هندوستان، مرکزي اسیا او چین د چابهار بندر سره نښلوي. ازبکستان او افغانستان  د خپلو مالي منابعو څخه د بلخ-هرات د اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره ژمن دي  او موږ د دې متحولې پروژې د بین المللي ملاتړ په لټه کې یوو. ټاپي د افغانستان سرحد ته رسېدلي ده او موږ ژمن یوو چې د هغې مسير په یوه بشپړ انکشافي دهلېز بدل کړو. کاسا زر د تحقق په حال کې ده. له دې ټولو مهمه دا چې انرژۍ او نوري فایبر ته د لاسرسي پرانیستې پالیسیو له امله د خصوصي سکتور په پام وړ پانګونه بدله شوې. د افغانستان بالقوه ظرفیت د سیمه ییزې انرژۍ د سوداګرۍ د بستر په توګه نور یو خوب نه، بلکې په چټکۍ سره پر عیني واقعیت د بدلېدو په حال کې دی. موږ په هفته وار ډول د ودې د ماشینونو د پرمخ بېولو لپاره د برېښنا برابرولو شبکې د پراختیا پر لور په حرکت کې یوو.  دسیمه‎ییز ترانزیټ موافقتنامې موږ د چین، قفقاز حوزې هېوادونو او اروپا سره نښلوي او زموږ هوايي دهلیزونه په چټکتیا د پراختیا په حال کې دي چې په تدریجي ډول د ترانسپورټ بیه راکموي او صادراتي اقتصاد ته د لاسرسي زمینه برابروي.

پنځم: زموږ پر میراثي ستونزو لکه  فساد، ضعیفې حکومتولۍ او له طبیعي او انساني پانګو څخه د محدودې ګټه اخیستې د برلاسي کېدو  په موخه په چټکتیا سره د هر اړخیزو اصلاحاتو د تطبیق په حال کې یوو.  د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د نسلي تغیر په راوستو سره موږ فعاله ځوانو نارینه او ښځو ته د ډله‎ییز اقتدار د واکونو د لېږد په حال کې یوو. د بېلګې په ډول ۴۹ سلنه کابینه مو تر څلوېښتو کلونو کم عمر لري او په وزارتونو کې مو اوسط عمر په چټکتیا سره د راټیټېدو په حال کې دی. د ډګروالانو او جنرالانو لپاره د تقاعد عمر له ۶۲ نه ۵۵ کلونو پورې راټيټ شوی او د امنیتي، دفاعي او انکشافي مسوولیتونو لېږد د بشپړېدا په حال کې دی.

موږ له فساد سره د مبارزې د تطبیق په ستراتېژۍ کې واقعي پرمختګونه لرو، څرنګه چې دا کار د ملي او بین المللي څارونکو تائید له ځانه سره لري، له هغه ځایه چې موږ په روان کال کې د تعین شویو ۱۹ شاخصو له ډلې ۱۴ شاخصونه پوره کړي او د پاتې نورو شاخصو د ترلاسه کولو په خاطر هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي. اصلاحات موږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپلو پراخو طبیعي پانګو، معدني موادو، نفت او ګازو څخه په مسوولانه ډول د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپاره ګټه واخلو. موږ په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني ټاکنو او په ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو.

قدرمنو رهبرانو:

زموږ پرمختګ واقعي دی، خو هرګام چې مخکې  اخېستل شوی، له سختیو سره مل وو. موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانۍ او مېړانې، د سختیو او محرومیت پر وړاندې زموږ د خلکو اراده او د سولې، ثبات، ولسواکۍ او هوساینې په خاطر د افغانستان د مطلق اکثریت ژمنتیا له امله، بریاوې ترلاسه کړي دي. خلاف کاره عوامل لکه تروریستي شبکې او جنایتکاره سازمانونه زموږ د نابودۍ او ستاسې د ناامنه کولو په لټه کې دي. له دوه شیطانانو یعنې تروریزم او نشه‎یي توکو سره باید په منسجم، هراړخیزه او همغږې ډول مقابله وشي.

د دې بهیر لپاره لومړی ګام  د همکارۍ او سیمه‎ییز اتصال لپاره د بستر په توګه د افغانستان د ګټې-ګټې طرحې پر بنا د کلي همکارۍ تصویر ایجادول او په تعقیب یې د سیمه‎ییزې همکارۍ د اړتیا لپاره د عملي پلانونو ایجاد لپاره د شانګهای له ماهیت څخه ګټه پورته کول دي. زه د شانګهای سازمان-افغانستان د تماس ډلې د جوړولو له موافقې څخه خوښ یم او په دې برخه کې د همکارۍ پراختیا ته منتظر یم.

افغانستان له جغرافیایي اړخه د اسیا په زړه کې د واقع کېدو او په تاریخي لحاظ د هند د دروازې په توګه چمتو دی چې د اسیا د څلورلارې په توګه عمل وکړي.

دا یوه مرسته نه، بلکې مارکیټ ته لاسرسی، ترانزیټي پانګونه او سیمه‎ییزه همکاري ده چې موږ له دغې لارې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو، تر څو د دولتونو او د پرمختللیو هېوادونو په قطار کې د بین المللي او سیمه ییز  ثبات د عامل په توګه واوسو.

اجازه راکړئ د جمهوررئیس شي او چینګداو له خلکو څخه د دې عالي ترتیباتو او فوق العاده مېلمستیاڅخه په مننې خپلې خبرې پایته ورسوم. په وروستي ځل مې چې له دې ښاره کتنه کړې وه ۱۹۹۶ کال وو او هغه بدلون چې په دې ښار کې راغلی زما لپاره الهام بښونکی دی. جمهوررئیس شي په دې هیله چې ستاسې په رهبرۍ ایجاد شوې هوساینه د چین د خلکو لپاره دوام وکړي او ګټې یې ستاسې ټولو ګاونډیو ته ورسیږي. زه قرغیزستان ته د شانګهای ریاست د ترلاسه کولو مبارکي وایم او سکرتر جنرال علیموف ته د بریا هیله کوم.

له تاسې مننه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0