کابینې د سیمه ‎ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ د مسودې طرحه تصویب کړه

کابینې د سیمه ‎ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ د مسودې طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.  

په پیل کې د هېواد جمهوررئیس د بروکسل کنفرانس د پایلو په اړه خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې له همکاریو او دغه راز د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خاطر د هغوی دقربانیو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس وویل، نړیوالې ټولنې په بروکسل کنفرانس کې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو، د سولې بهیر د بریالۍ تجربې، اوربند او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت د هڅو قدرداني وکړه.

هغه زیاته کړه په ټولو بنسټونو کې باید اصلاحات دوام ومومي، ترڅو د ژینېو په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د ملکي ارګانونو د کاري پایلو په اړه جوړ شي د افغانستان حکومت پام وړ لاسته راوړنې ولري.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه دي او د ملي یووالي حکومت رهبرۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو دقیقه نېټه ژر اعلان کړي.

هغه په ټینګار سره وویل، هیڅ دولتي کارکوونکی په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او نه باید له خپل موقف او دولتي امکاناتو څخه د کاندیدانو په ګټه استفاده وکړي.

جمهوررئیس د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي څخه د دې وزارت د مسوولیت منلو په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه، هیله لرم  چې عایداتي منابع په ښه ډول مدیریت کړي، ترڅو وکولای شو تر ۲۰۲۴ کال پورې پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر چټک پرمختګ وکړو.

وروسته د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ننګرهار د کرنې وادي شرکت اساسنامې د ځینو مادو د لغوې او تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه د دې طرحې مطابق د ونډه والو له ډلې اقتصاد وزارت حذف او ونډه یې انرژۍ او اوبو وزارت ته انتقال شوه، دغه راز د شرکت له تشکیل څخه څارونکی پلاوی حذف او اړوند احکام یې له اساسنامې لغوه شوي دي.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه د شرکت په تشکیل کې د څارونکي پلاوي پاتې کېدل او په اساسنامه کې د اړوند احکامو په درجولو سره تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د اقتصاد او کرنې وزارتونو او په بانکي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار په همکارۍ دې د اقتصاد وزارت د ونډې څرنګوالی حل او یاده طرحه نهایي کړي.

د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بیګ د سیمه‎ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ مسوده غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، په یاده پالیسۍ کې ولسوالۍ پر ښاري، نیمه ښاري، ترانزیټي، طبیعي سرچینو لرونکو او سرحدي کتګوریو وېشل شوي دي او ښاروالیو ته د انګېزې د ایجادولو او د هغوی د وړتیاو د انکشاف په خاطر لا زیات واک په پام کې نیول شوی دی. 

هغه د اړتیا وړ قوانینو د طرحې د جوړولو، د سیمه‎ییزې حکومتولۍ د کمېټې د ایجادولو، د ولایتونو او ولسوالیو د سرحدونو د بیا معلومولو په خاطر د ملي مشورتي پروسې د جوړولو، د سیمه‎ییزې پراختیا د اوو ادارو د جوړولو، د سیمه‎ییزو مالي اصلاحاتو د تطبیق، په هره ولسوالۍ کې د یوې سیمه‎‎ییزې ساختماني پروژې د ایجادولو او د سیمه‎‎ییزو بشري سرچینو پراختیايي برنامې د جوړولو په برخه کې خپل وړاندېزونه غونډې ته مطرح کړل.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندېزونو د تائید ترڅنګ د سیمه‎‎ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ د مسودې طرحه هم تصویب کړه.

وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د ۱۳۹۷ کال د فرضي حج پروسې د طرحې مسوده غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه په دې طرحه کې د مرکز په ګډون د ټولو ولایتونو ونډه د احصائیې د مرکزي ادارې د وړاندې شویو شمېرو په اساس په پام کې نیول شوې ده، دغه راز د هېواد د شهیدانود ورثې، کوچیانو او مهاجرینو ونډه هم په کې مشخصه شوې ده.

همدارنګه د عالي مقام د مخکېنۍ لارښوونې په اساس د حاجیانو د ناظمینو او معلمینو ټاکنه د تحریري ازموینې د اخیستلو له لارې شوې چې د حاجیانو د هر ۴۵ کسېزه کاروان په رأس کې ناظم او معلم په پام کې نیول شوی دی.

په همدې ترتیب اړونده کمېټه چې د ملي تلویزیون او د ملي تدارکاتو ادارې ځانګړي ټیم استازي په کې شامل دي د قراردادنو د تطبیق د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت څارنه، د راپور برابرول، جمع بندي او د پروسې پرمختګ  همزمان  خپروي.

کابینې له اړخیزو بحثونو وروسته د حج او اوقافو وزارت او نورو ټولو اړوندو ادارو څخه جوړه کمېټه موظفه کړه چې د راتلونکو کلونو د فرضي حج پروسې طرحه دې د ملي-مذهبي پروسې په ډول بیا وارزوي او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

ورپسې د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ سرپرستانو، د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر سړک ترڅنګ د محمد ابراهیم محب د ځمکې د تعدیلي فیس د ورکړې د معافیت په اړه د کابل ښاروالۍ وړاندېز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې تائید کړ.

همدارنګه د مالیې وزارت سرپرست د سیستیکا ادارې له باقي مانده وجوه څخه د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ کلونو پورې د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي توکو د ۳۰ نااجرا شویو حوالو د اجرا څرنګوالی غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه، کابینې مالیې وزارت موظف کړ چې د کورنیو چارو وزارت له ۱۳۹۱ – ۱۳۹۳ کلونو پورې د اعاشوي پورونو د ورکړې په موخه د دولت وارداتي حساب ته له سیستیکا څخه د ۳،۵ میلیارد افغانیو د انتقال په خاطر اقدام وکړي.

هغه څرګنده کړه، د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۱ – ۱۳۹۳ کلونو د اعاشوي موادو باقي مانده حوالې د سیستیکا ادارې له انتقالي وجوه څخه اجرا شوي دي، دغه راز د کورنیو چارو وزیر د هدایت په اساس د ۱۳۹۶ کال په پای کې د مرکز او ولایتونو د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ کلونو د اعاشوي توکو باقي مانده ۳۰ حوالې اجرا شوي دي.   

وروسته د جمهوري ریاست مقام موظف شوي پلاوي  د ذکر شویو ۳۰ حوالو د ارزونې په اړه نظر ورکړ چې په مرکز او ولایتونو کې دې د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ کلونو د اعاشوي توکو باقي مانده ۳۰ حوالو په اړه د کابینې موافقه هم واخیستل شي.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ کلونو د اعاشوي توکو نااجرا شویو ۳۰ حوالو اجرا د سیستیکا ادارې د باقي مانده وجوه څخه د ۲۸۷ میلیون افغانیو په ارزښت، تائید کړه.

د غونډې په دوام د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه کې د ضمیمې په ډول په عادي بودجه کې د ۷۰۷،۳۲ میلیون افغانیو د زیاتولو او د ۴،۶۳ میلیارد افغانیو د تنقیص او په انکشافي بودجه کې د ۵،۷ میلیارده افغانیو، د ۲،۱۳۴ میلیارد افغانیو او ۱۶۰ میلیون افغانیو د زیاتوالي وړاندېز غونډې ته مطرح کړ چې د تائید وړ وګرځید.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د مالي مرستو په اړه د مالیاتي موافقتنامې  طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه په دې موافقتنامه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د امریکا متحدو ایالتونو ګټې د اقتصادي، تخنیکي او د افغانستان د خلکو د منافعو لپاره د بشري مرستو د برابرولو په خاطر ګډې هڅې دي چې کابینې تائید کړه.

وروسته د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې د اکتشافي قرارداد د تعدیل توافقنامه او د صندوقلي او مزارشریف (افغان-تاجیک)د نفتي تولیدي بلاکونو وېش غونډې ته مطرح کړ چې د کابینې له لورې د تائید وړ وګرځید.

دغه راز وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته د غنمو د وېش طرحه طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر غونډه کې مطرح کړه.

هغه زیاته کړه په لومړي پړاو کې به ۲۰ وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته د غنمو وېش او په دویم پړاو کې به ۱۴ ولایتونو ته چې د فقر او ناامنۍ له امله د غنمو لېږد ته اړتیا لري، د غنمو انتقال پیل شي او په راتلونکو درې میاشتو کې به دغو ولایتونو ته ۲۹۴۱۷ ټنه غنم ولېږدول شي.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید کړه، د کرنې او طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیران یې موظف کړل چې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې دې د غنمو د وېش پروسې څرنګوالی خلکو ته بیان کړي او د غنمو د وېش چارې دې په شفاف او حساب ورکوونکي ډول تنظیم کړي.

د غونډې په پای کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال د کرنې او اوبولګولو وزارت په زېرمو کې د ملي دفاع وازت د ۶۰۰۰ ټنه غمنو په اړه د دې وزارت وړاندېز غونډې ته  مطرح کړ.

هغه زیاته کړه د یادو غنمو یوه برخه دې د ملي اردو د شهیدانو کورنیو او معلولینوته، یوه برخه دې کرنې وزارت ته د غنمو د ساتنې لپاره د تاجایۍ او پاتې نور غنم به د دولت د بېړني حالت کمېټې ګودامونو ته انتقال شي.   

کابینې د ملي دفاع وزارت د وړاندېز د تائید ترڅنګ، دغه وزارت طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت او کورنیو چارو وزارتونو په همکارۍ موظف کړ چې د تکافو په صورت کې دې پاتې غنم د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته هم ووېشل شي.