د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام

په ډيرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د جمهوري ریاست ستر سلاکار، د هېواد سیاسي شخصیت او جهادي مشر، خالد فاروقي د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انالله واناالیه راجعون

ارواښاد خالد فاروقي خپل ټول عمر د هېواد او ټولنې په خدمت کې تیر کړ. لکه څنګه چې د جهاد په کلونوکې د یوه ډير تکړه مجاهد په څېر را څرګند شو، دغسې یې په وروستیو شپاړسو کلونوکې په هېواد کې د سولې، ترقۍ او ټولنې د خیر لپاره د قدر وړ هڅې وکړې.

دی چې د ملي شورا په پنځه لسمه دوره کې  د پکتیکا د خلکو استازی وو، نو د ولسي جرګې دغړي په توګه یې هم هېواد او ټولنې ته کار وکړ، د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.

د ارواښاد خالد فاروقي د مړینې په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو، د پکتیکا ولایت خلکو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندم او د خدای تعالی په دربار  مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هېله کوم.

 

آمین یارب العالمین

 

محمد اشرف غني

دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس