د میلادالنبي د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د اسلام دښمنانو نن ماښام د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د میلادالنبي د نمانځنې پر مراسمو چې علمای کرامو په کې حضور درلود، د تروریستي برید په ترسره کولو سره جنایت ترسره او د دیني علماو په ګډون یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سخت غندلو پرمهال وویل، د میلادالنبي او د اسلام ستر پیغمبر د لارښوونو د نمانځنې پر مراسمو چې د سولې او رحمت پیغام یې درلود، تروریستي برید د اسلامي ارزښتونو او د نبي کریم (ص) له لارې او طریقې سره دښمني په ډاګه کوي.

جمهوررئیس د دیني علماو پر غونډې برید د اسلام او بشریت ضد عمل وباله وې ویل، د اسلام ستر پیغمبر مسلمانان تل ورورګلوۍ ته رابلل او له وینې تویولو او عداوت څخه یې منع کول، خو وحشي تروریستانو د دې ډول اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د آنحضرت (ص) د دستوراتو خلاف عمل وکړ او د بې ګناه انسانانو وینې یې وبهولې.

د هېواد جمهوررئیس د دې دردناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته دعاجلې رسیدنې په موخه له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.