دکابینې غونډې د کب ۲۷مه د خبریال د ملي ورځې په نوم تائید کړه

دکابینې غونډې  د کب ۲۷مه د خبریال د ملي ورځې په نوم تائید کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار مانۍ کې جوړه شوه.

په پېل کې جمهوررئیس غني د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمشنرانو د غوراوي او لوړې یادونه وکړه او اړوندو ارګانونو ته یې له نویو انتخابي غړو سره د پارلمان د نوې دورې د پرانیستې لپاره د لازمو تدابیرو لارښوونې وکړې.

وروسته جمهوررئیس او اجرائیه رئیس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول په فراه کې د رامنځته شویو زیان اړونکو طبیعې پېښو یادونه وکړه او خلکو ته د لازیاتو ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه یې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د سیمه ییزو شوراګانو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې په همکارۍ دې یاده طرحه د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهایي کړي.

دغه راز عدلیې وزیر د سوداګرۍ خونو د چارو تنظیم د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له بحث او غور وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه دې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو په همکارۍ په یوه اوونۍکې بیا ځلې وګوري او هغه دې تصحیح او نهایي کړي.

وروسته عدلیې وزیر د سوداګریزو محاکماتو د اصولو قانون ۳ ګڼې ضمیمې طرحه او د یاد قانون د ځینو مادو د زیاتولو؛ د څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیت قانون د ۲۸ مادې په ۳ فقره کې د زیاتولو؛ اداري فساد سره د مبارزې قانون د ځینو مادو د تعدیل؛ د اجتماعاتو قانون او د معاملاتو لارښود قانون د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو؛ د ښاروالیو قانون د ځینو مادو د تعدیل، زیاتولو او لغوه کولو؛ د دولت د قضایاو قانون د ځینو مادو د زیاتولو او تعدیل او د تحصیل د حقونو قانون د ۶۰ مادې د تعدیل طرحې غونډې ته وړاندې کړې چې له یو لړ تصحیحاتو سره کابینې تائید کړې.

په همدې ترتیب عدلیې وزیر د کوچنیانو د حقونو د ملاتړ قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته په پرنیسب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق دې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر څار لاندې تصحیح او نهایي کړي.

دغه راز عدلیې وزیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نښانونو، مډالونو او افتخاري القابو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې عدلیې وزارت موظف کړ چې د نښانونو، مډالونو او افتخاري القابو د قانون طرحه دې د پېشنهادي تعدیلاتو او تغیراتو د تصویب په موخه ملي شورا ته واستوي.

په همدې ترتیب عدلیې وزیر د جادې د ترانسپورت تنظیم قانون د ځینو مادو د تعدیل؛ د اوسپنې پټلۍ قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو او دغه راز د ملي هوايي چلند قانون د ځینو مادو د تعدیل طرحې هم غونډې ته وړاندې کړې چې کابینې یادې طرحې تائید او فیصله یې وکړه چې د جادې د ترانسپورټ تنظیم قانون له ۲۰او ۳۰ مادې څخه دې د خط سېر کتابچه حذف او هغه دې تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر د ۱۳۹۸ ه-ش کال د کالېزې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د کالېزې د یادې طرحې د تائید ترڅنګ، ۱۳۹۸ ه-ش کال د انکشاف، ولسواکۍ او سولې کال ونوماوه.

دغه راز کابینې، د کب ۲۷مه د خبریال د ملي ورځې د نومولو په اړه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وړانديز هم تائید کړ.

د غونډې په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د څرنګوالي په اړه خپل وړاندیزونه غوندې ته مطرح او غونډې یاد وزارت موظف کړ چې ۱۳۹۸ ه-ش کال دې په مرکز او ولایتونو کې په اوونۍ کې د شپږو کاري ورځو (د پنجشنبې په ګډون) پر بنسټ د کار قانون د احکامو په مراعتولو سره تنظیم کړي.