په جلال اباد ښار کې د نننيو چاودنو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل :  تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې پر ملکي وګړو د برید په پایله کې د ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان او د دوی ملاتړي به هیڅ وخت د دغه ډول جنایتونو او وحشتونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي او نه به هم پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو باور او هیله مندي کمزورې کړي.

د هیواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د ښې درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.